اطلاعات روز: بغلان ولایت کې امنیتي سرچینې وایي، د طالبانو ډلې جنګیالیو د دې ولایت مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د «هلوټرسټ» په نوم د ماین پاکۍ موسسې پر دفتر برید کړی او ۱۰ کارکوونکي یې وژلي دي.
د بغلان پولیسو قوماندانۍ ویاند جاوېد بشارت اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، دا پېښه تېره شپه شاوخوا ۱۰:۰۰ د مرکزي بغلان ولسوالۍ په «شېر جلال» سیمه کې رامنځته شوې ده.
ښاغلي بشارت زیاته کړه چې د دې ماین پاکۍ موسسې ۱۶ نور کارکوونکي ټپي شوي دي. د ده په وینا، ټپيان اوسمهال پلخمري ښار کې د بغلان ولایتي روغتون ته درملنې لپاره وړل شوي دي.
هغه دغه راز وویل، د دې ډلې جنګالیو لومړی د هلوټرسټ ماین پاکولو موسسې شاوخوا ۱۰۰ کارکوونکي یوې خونې ته وړي او بیا یې پرې ډزې کړې دي. د هغه په وینا، د دې موسسې ځینې کارکوونکي د طالبانو برید پر مهال له سیمې پښې سپکې کړې دي.
طالبانو ډلې بیا دغه برید رد کړی دی. دغې ډلې ویلي چې پر ملکیانو برید غندي او هغه وحشت ګڼي.
بغلان د هېواد په شمال ختیځ کې پروت یو ناامنه ولایت دی چې طالبان د مرکزي بغلان ولسوالۍ په ګډون ددې ولایت په ډېرو سیمو پراخه فعالیت لري. دغې ډلې څه موده وړاندې د دې ولسوالۍ ځینې برخې خپلې ولکه کې راوستې وې.
