اطلاعات روز: د ننګرهار ولایتي مسوولین، په دې ولایت کې ملي امنیت د داعش ډلې د جلب او جذب مسوول د نیول کیدو خبر ورکړی.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي نن (سه شنبه، ۱۸ د غبرګولي) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، د ملي امنیت ځواکونو تیره شپه د جلال اباد ښار نهمې ناحیې اړوند د کابل کمپ سیمه کې د عملیاتو پرمهال د ننګرهار لپاره د داعش ډلې د جلب او جذب مسوول ابراهیم ژوندی نیولی دی.
خوږیاڼی زیاتوي: «تیره شپه د ملي امنیت ځواکونو د جلال اباد ښار نهمه ناحیه کې د شپنیو عملیاتو پرمهال د داعش ډلې د جلب او جذب غړی ابراهیم ژوندی نیولی دی.»
د خوږیاڼي په خبره د یو لړ نورو عملیات پر مهال افغان ځواکونو د دې ولایت په لعلپورې ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو یو مرکز او د راټولیدو درې ځایونه له منځه وړل شوي دي.
وسله والو طالبانو او داعش ډلې تراوسه په دې اړه ته څه نه دي ويلي.
