اطلاعات روز: د هېواد اوبو چارو تنظیم ملي اداره وایي، کمال خان بند ١٠٠ سلنه بشپړ شوی، د اوبو ذخیزه یې د اورښتونو او موسمي سیلابونو راوتو پورې اړه لري.
د اوبو چارو تنظیم ملي ادارې نن (سه شنبه، ۱۸ د غبرګولي) پر خپلې فیسبوکپاڼې خپرې شوې یوې اعلامیې کې د ولسي جرګې یو استازي او ځینو خلکو هغه ادعاوې رد کړې، چې ویلي و، نیمروز ولایت کې د کمال خان بند پرانیسته نمایشي وه.
دغې ادارې لیکلي: «په دې وروستیو کې په یو شمېر رسنیو کې یو خبر ښکته او پورته کیږي چې په ولسي جرګه کې د نیمروز ولایت محترم استازي ګل احمد نورزاد ویلي “دا مهال د کمال خان بند د اوبو کاسه تشه ده، د حکومت لخوا په نمایشي ډول پرانیستل شو”.»
یادې ادارې د دغو ادعاوو رد دلیل کې وایي، چې له بند موخه د هغه بدنه یا ساختمان دی چې په وینا یې چارې یې سل سلنه بشپړې شوې دي.
دغې ادارې بل دلیل دا راوړی چې د اقلیمي بدلون کړکېچ له امله سطحي اوبه کمې شوي او د ځمکې لاندې اوبو کچه ښکته تللې، دغه راز سږکال اورښت هم کم او موسمي سېلابونه د پخوا پرتله کم راوتي دي.
اعلامیه زیاتوي: «د دې ستونزې يواځنی علت د #اقلیم بدلون بحران دی چې نړۍ ور سره لاس او ګرېوان ده، د دغه بحران له امله سطحي اوبه کمې شوي او د زیرزمیني اوبو اندازه ښکته تللې؛ سږ کال اورښت کم و او موسمي سیلابونه د پخوا په پرتله کم را ووتل چې د همدې ستونزې له امله سږ کال د کمال خان بند تر څنګ د هغو نورو لویو بندونو ذخیرې نه دي ډکې شوي کوم چې کلونه وړاندې جوړ شوي او موږ ترې عملا استفاده کوو.»
ولې اوبه کمې شوي؟
د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې د اوبو کموالي لاملونه په ګوته کوي او وایي، په هرو څو کلونو کې یو ځل شدیده وچکالۍ رامنځته کیږي، چې سږکال یې موږ شاهدان یوو.
یاده اداره وایي: «سږ کال د نورو کلونو په پرتله د #اورښت اندازه د پخوا په پرتله ( ٤٧ سلنه) کمه ده او د نورو حوزو سره سره د هلمند په حوزه کې د اوبو د کمښت له بحران سره مخ یوو چې د تېر کال په پرتله په دغه حوزه کې د اورښت اندازه (٧٧ سلنه) کمه شوې چې د اوبو په کمښت کې بې ساری بدلون راغلی.»
پر دې بنسټ دغه اداره وایي، که نړۍ د اقلیم کړکېچ سره مخ وي، د اورښت اندازه کمه او موسمي سېلابونه نه وي، د شته اوبو کچه ښکته تللې وي، نو په وینا یې په داسې وخت کې شونې نه ده چې د کمال خان بند کاسه دې ډکه شي. دوه زیاته کړې، چې دغه ستونزه په کجکلي، نغلو، سروبي، درونټې او ټولو لویو بندونو کې ده.
په دې سره د اوبو چارو د تنظیم ملي اداره هغه ټولې ادعاوې ردوي چې ګني کمال خان بند نه دی بشپړ شوی او بند له وخت وړاندې ګټې اخیستنې ته سپارل شوی.
کمال خان بند د هېواد یو ستر او له معنوي اړخه یو بې سیاله بند دی چې ٥٢ میلیونه متر مکعب اوبه ذخیره کوي؛ ٢.٥ میلیارد متر مکعب اوبه تنظیموي او ١٧٤ زره هکټاره کرنیزه ځمکه به خړوبوي چې په دې سره به د نیمروز ټولې خړې دښتې زرغونې او په لکونو هېوادوالو ته به د کار زمینه برابره کړي.
د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې په دې خبرپاڼه کې دغه راز ویلي، کمال خان بند پنځه لوی کانالونه لري چې اوسمهال د ملي پراختیایي شرکت لخوا پرې کار روان دی، چې د دوو لویو کانالونو چارې یې تر ۶۵ سلنه پر مخ تللي.
