کونړ کې د لمریزې برښنا څلور شبکې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

اطلاعات روز: کونړ کې د لمریزې برښنا په مټ د اوبو څلور شبکې جوړې شوي، چې څلور زره للمي ځمکه پرې اوبه ‌ییزه شوې ده.

کونړ کې د لمریزې برښنا په مټ د للمي ځمکو اوبه کولو پروژه د کرنې او مالدارۍ وزارت له لوري د یاد ولایت په درېو ولسوالیو سرکاڼو، مرورې او نرنګ کې پلې شوې، چې په جوړېدو سره یې څلور زره جریبه للمي ځمکه خړوبه شوې ده.

 د کرنې او مالدارۍ رییس نجیب الله اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، له تېرو دوو کالو راهیسې یې کونړ کې د لمریزې برښنا پر مټ د ځمکو د اوبه کولو پر سیستم کار روان کړی و او دادی سږ کال دغه ولایت کې څلور پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

هغه وايي، پر دغو څلورو واړو پروژو ۹۱،۲ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی او څلور زره للمي او شاړې ځمکې پرې خړوبه شوي دي.

د کونړ  کرنې رییس نجیب الله زیاتوي: «کونړ کې ځمکه کمه ده، موږ غواړو په هر هکټار او هر جریب کې ډېره زیاته ګټه واخلو، که دلته دوی هر جریب کې غنم وکري، کېدای شي شپږ اوه سوه ډالر ورته پاتې شي او که مالټې وي شاید اته زره ډالر د یوه هکټار ګټه پاتې شي، نو زمونږ هڅه دا ده چې کونړ ته د زراعت په برخه کې ډیر کار وشي، تر څو وکولای شو شته ستونزې حل کړو.»

هغه وايي، پر دغو څلورو واړو پروژو ۹۱،۲ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی او څلور زره للمي او شاړې ځمکې پرې خړوبه شوي دي.

د نوموړي په خبره د دوی له لوري د اوبو لګونې دا څلور شبکې ګټورې دي او پام کې ده، چې نورو سیمو کې هم پلې شي.

ولسي خلک هم د یادې پروژې پر پلي کیدو خوښ دي.

 د سرکاڼو ولسوالۍ یو قومي مشر او کروندګر میاداد اطلاعات رزو ورځپاڼې سره په خبرو وویل، کرنې وزارت د دوی په ولسوالۍ کې د نورو پروژو تر څنګ په لومړي ځل دا وړ ګټور کار کړی، چې په جوړېدو سره یې یوازې په دې ولسوالۍ کې اته سوه جریبه للمي ځمکې ته اوبه ورپورته شوې.

نوموړی د سولر انرژۍ په واسطه د ځمکو اوبه کول اسانه او ښه چاره ګڼي او وایي، پر دغو اوبو یوازې د ده شل جریبه ځمکه خړوبه شوې ده او له یاد سیستمه یوازې د اوبه‌خور ګټه اخلي.

بزګر میاداد زیاتوي: «دا د ولس له پاره بیخي ګټور دی، ځکه ټوله ګټه یې ولس ته ځي، دا ځمکې شاړې وې ، ما له خلکو دا غوښتنه هم کړې، چې زراعتي ځمکې په کورونو مه نیسئ، کورونه پورته غرو غاړو ته جوړ کړئ له دې ځمکو ګټه واخلئ، نو که څه خلک کار وکړي او څه حکومت شته ستونزې حل کیدای شي او دهقانان به وکولای شي له همدې لارې ډیر حاصل لاسته راوړي.»

بل لور ته د کرنیزو چارو کارپوه ډاکتر شمس الحق د دا ډول پروژو پلي کیدل د زراعت په برخه کې مهم کار بولي.

نوموړی د لمریزې برښنا پر مټ د اوبه‌خور دا سیستم ګټور او بریالی بولي او د یوې شبکې په مرسته نیږدې زر جریبه ځمکه خړوبېدای شي.

ډاکتر شمس الحق زیاته کړه: «طبعآ دا یو ځل مصرف دی او وروسته نور مصرف نه لري. که نور ماشینونه چالانوې، مصرف لري. طبعآ اقتصادي دي او ډېر ژر هم جوړېږي، نسبت ویالو او سربندونو ته، نو په کار ده چې حکومت هغه ځمکې خړوبې کړي چې اوسمهال اوبه نه لري.»

کرنې او مالدارۍ وزارت خبر ورکړی، چې د لمریزې برښنا په مټ د اوبو لګولو اوسنی سیستم بریالی دی او نورو هغو ولایتونو کې به یې هم پلی کړي، چې شاړې او للمي ځمکې لري.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه