خوست کې د سپنجونو د تولید کارخانې په کار پیل وکړ

اطلاعات روز: د خوست ولایت په مرکز کې د سپنجو د تولید فابریکې په کار پیل کړی. مسوولین یې وايي، چې په دې فابریکه یې ۶ میلیونه افغانۍ پانګونه کړې، چې ۱۰۰ تنو ته په کې په مستقیم او له ۸۰۰ ډېرو ته په غیر مستقیم ډول د کار زمینه برابره شوې ده.

مسوولین وايي، چې دا فابریکه په ۲۴ ساعتونو کې د ۸ ټنو سپنجونو د تولید ظرفیت لري او په خبره یې چې دوی لاهم د دې کار په وړاندې د برښنا او مناسب ځای نشتوالی لویه ستونزه بولي.

د فابریکې مشر حاجي عبدالهادي اطلاعات روز ته وویل، چې د دې ولایت ډاډمن امنیت دوی وهڅول، چې په خوست ولایت کې پانګونه وکړي، مسوولین ډاډ ورکوي، چې که د برق او ځای ستونزه یې هواره شي، نو دوی به دې کار ته لاپراختیا ورکړي.

نوموړي داسې وویل: «مونږ خو لوموړی د خوست ډاډمن امنیت ته چې وکتل، نو دې ته مو زړه ښه کړ، چې دلته په خوست کې د سپنجونو فابریکه جوړه کړو، نو مونږ د دې کار د لاپراختیا لپاره پلان لرو، خو که د برښنا او ځای ستونزه مو دولت هواره کړي او په دې برخه کې راسره همکاري وکړي، اوس مهال مونږ سره سل نفره دلته په فابریکه کې کار کوي او ۸۰۰ نه ډېر په غیر مستقیم ډول راسره کار کوي.»

مسوولین وايي، چې دا فابریکه په ۲۴ ساعتونو کې د ۸ ټنو سپنجونو د تولید ظرفیت لري او په خبره یې چې دوی لاهم د دې کار په وړاندې د برښنا او مناسب ځای نشتوالی لویه ستونزه بولي.

په همدې حال کې بیا د خوست ولایتي چارواکي پانګوالو ته ډاډ ورکوي، چې راشي او په دې ولایت کې د بېلابېلو تولیدوونکو توکو فابریکې جوړې کړي.

د خوست والي مهمند کټوازي همدا راز پانګوالو ته د امنیت تامین ډاډ هم وکړ او وویل، چې اوس مهال خوست ولایت د هیواد له با امنه ولایتونو ګڼل کیږي.

هغه وايي: «مونږ هر ډول زمینه اوس پانګوالو ته برابره کړې او دوی هیڅ مشکل نه لري، کولی شي، چې په ډاډ سره دلته په خوست کې پانګونه وکړي، بېلابېلې فابریکې جوړې کړي او له دې لارې ولس ته خدامات وړاندې کړي، بله مسله د امنیت دی، نو زه ویلی شم، چې خوست کې د پانګونې په وړاندې هیڅ امنیتي او نور خنډونه نه دي موجود.»

په همدې حال کې بیا د صنعت او سوداګرۍ خونې مسوولین هم د پانګوالو او صنعت کارانو د کار په وړاندې لویه ستونزه د خای او برښنا نشتوالی یادوي او زیاتوي، چې دا ستونزې یې له اړونده ادارو سره شریکې کړې او هغوی هم ډاډ ورکړی، چې خوست کې به پانګونې ته زمینه برابروي.

ګل زعلي جانانزی د خوست ولایت د صنایعو او سوداګرۍ خونې ریس اطلاعات روز ته داسې وویل: «په خوست کې هغه لویې فابریکې چې دلته باید جوړې شوې وای، مونږ یې نه لرو، لامل یې هم د ځای او برښنا نشتوالی دی او بله مسله د صنعتي پارک نه موجودیت دی، که دا ستونزې هوارې شي، نو پانګوال به دلته په خوست کې په لویه فابریکو پانګونې ته زړه ښه کړي.»

د خوست والي مهمند کټوازي همدا راز پانګوالو ته د امنیت تامین ډاډ هم وکړ او وویل، چې اوس مهال خوست ولایت د هیواد له با امنه ولایتونو ګڼل کیږي.

په جوړې شوې د سپنجونو فابریکه کې په کار بوخت ځوانان بیا په دې خوښ دي، چې دوی ته د کار زمینه برابره شوې ده، عبدالجبار چې په دې فابریکه کې کار کوي، له نورو ملي سوداګرو غوښتنه کوي، چې دلته پانګونه وکړي، تر څو د بې روزګارۍ کچه ورسره راټيټه شي.

هغه داسې وویل: «زه ډېر  خوښ یم، چې له اوږدې بې روزګارۍ راته اوس د کار زمینه برابره شوې ده، دلته لاهم په خوست کې ګڼ ځوانان همداسې ګرځي او د کار کولو په لټه کې دي، زما غوښتنه له تجارانو دا ده، چې دلته فابریکې جوړې کړي، تر څو پاتې ځوانان هم په کار کولو مصروف شي.»

اوس مهال په خوست ولایت کې شاوخوا ۲۳۰ فابریکې شتون لري، له دې ډلې یې ځینې فعالې دي، خو ګڼې نورې یې بیا د برښنا او ځای د نه موجودیت له امله فعالیت درولی دی.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه