د پکتیکا ښرنه کې خپلسرې ودانۍ؛ پر «غصب شویو» ځمکو له ماسټرپلان پرته ودانیو جوړونه

خبریال: حبیب الله سراب

د پکتیکا د مرکز ښرنې ښار اوسېدونکي او هټۍ وال شکایت کوي، چې لوړپوړو ودانیو یې د ښار ښکلا ترڅنګ د اوسېدونکو کورنیو ستر ته هم زیان اړولی دی.

په دې وروستيو كلونو كې په ښرنې ښار كې ګڼې لوړپوړېزې ودانۍ جوړې شوې دي، چې له زیاترو يې د سوداګرۍ په برخه كې كار اخيستل كيږي، خو په دې برخه كې د ښاريانو شكايت دا دى چې د جوړولو پرمهال يې جوړوونكي نزاكتونه په نظر كې نه نيسي او  ډیری یې په دولتي ځمکو کې جوړ شوي، چې د ګڼو نورو ستونزو ترڅنګ یې د ښار نظم ورسره ګډوډ کړی دی.

په مرکز ښرنې ښار کې جوړ شوي مارکېټونه د دې سربېره د نږدې کورونو اوسېدونکي هم له ستونزو سره مخ کړي دي.

د زيانمنو كورونو خاوندان پر ځايي ښار والۍ پړه وراچوي چې د جوړېدونكو ودانيو بهير نه كنټرولوي .

 د ښرنې ښار اوسېدونكى خان ولي کټوازي اطلاعات روز ته وویل، چې د دوى يو شمېر ګاونډيان له همدې امله دومره په تكليف شول چې خپل كورونه يې د سوداګرۍ په موخه په کرایه ورکړل او له دې ځایه یې کډې وکړې.

نوموړي زیاته کړه، چې دې جوړېدونکو ودانیو د ښار ښکلا ته هم زیان اړولی او په دې برخه کې د ښرنې ښاروالۍ مسوولین پړه بولي.

هغه وویل: «دلته خو لومړی مسله دا ده، چې ځمکې غصب شوې یا هم د ځمکو په برخه کې فساد شوی دی، کومې ودانۍ چې جوړې شوې، په دې کې یې ډیری له ماسټرپلان او نورو اصولو خلاف دي، همدې ناسمو او غیر قانوني ودانیو د ښار ښکلا په کنډواله بدله کړې او هم یې د ښار نظم ګډوډ کړی دی.»

په مرکز ښرنې ښار کې جوړ شوي مارکېټونه د دې سربېره د نږدې کورونو اوسېدونکي هم له ستونزو سره مخ کړي دي.

د دې ښار یو بل اوسېدونکی عمر ارګونی وايي، چې د جوړو شویو ودانیو جوړونه لاهم دوام لري او هغه ښاري اصول چې باید ورته پام وشي، په نظر کې نه نیول کیږي.

ارګونی له ښاروالۍ ریاست غوښتنه کوي، چې د دا ډول خپلسریو مخه باید ونیول شي.

نوموړي اطلاعات روز ورځپاڼې ته داسې وویل: «مونږ په دې کې ښاروالي ریاست ځکه ملامت بولو، چې د یو مارکېټ یا بلې ودانۍ جوړېدل چې د اصولو خلاف وي، نو ولې یې مخ نه نیول کیږي، دا خو کوم وړوکی کار نه دی، په دې برخه کې باید دوی له جدیت کار واخلي او نور خلک پرې نږدي، چې په خپل سر ودانۍ یا هم په ښار کې مارکېټ جوړ کړي.»

د پکتیکا ولایت مدني فعال مشرف عمر بیا وايي، په هغو ځایونو کې چې د ښاروالۍ له خوا باید د موټرو تم ځایونه یا هم پارکونه جوړ شوي وی، په هماغه ځای کې اوس د خلکو له لوري لوړپوړيزې ودانۍ جوړې شوې او یادې ځمکې یې په زور یا هم له چارواکو سره د معاملې په بدل کې نیولې دي.

نوموړي زیاته کړه: «مونږ چې کوم مالومات لرو، د ښرې ښار اړوند ګنې ځمکې د زورواکو له لوري غصب شوې دي، یا په کې کورونه جوړ شوي او یا هم ورباندې مارکېټونه دي، نو ځکه یې ښار بې نظمه کړی دی، زمونږ ټینګار په دې دی، چې ښاروالۍ باید له جدیت کار واخلي او نور پرې نه ږدي، چې زور واکي دولتي ځمکې غصب کړي یا یې هم ورباندې ودانۍ جوړې کړي.»

د دې ښار یو بل اوسېدونکی عمر ارګونی وايي، چې د جوړو شویو ودانیو جوړونه لاهم دوام لري او هغه ښاري اصول چې باید ورته پام وشي، په نظر کې نه نیول کیږي.

په ښرنې ښار کې ځینې هټۍ وال هم د بعضې جوړو شویو سوداګریزو ودانیو نقشې او ځای خوښ نه دي، دوی وايي، دا ودانۍ یې داسې نه دي جوړې کړې، چې په ښه ډول دې د سوداګرۍ لپاره ترې کار واخیستل شي.

یو تن هټۍ وال ملک باز اطلاعات روز ته وویل، چې دوی په داسې یو سوداګریز مارکېټ کې دوکان لري، کرایه یې لوړه، خو د اوبو، اطفايي او پارکینګ لپاره ورته هیڅ پام نه دی شوی.

باز داسې وايي: «د ښرنې ښار ډېر بې نظمه ده، دغه مارکېت چې مونږ اوس په کې دوکان په کرایه نیولی، هغه اصول یې چې برق شو، د اوبو سیستم او د اطفايي راتګ سیستم شو، دا هیڅ په نظر کې نه دي نیول شوي او داسې نورې ودانۍ هم له ورته مشکل سره مخ دي.»

د پکتیکا د ولايتي شورا غړی عزیز عزیز اطلاعات روز ته وویل، چې ځینې لوړ پوړیزې ودانۍ د وخت والي اکرم خپلواک په وخت کې جوړې شوې دي، چې د ښارجوړونې ریاست له لوري په ایجاره ورکړل شوې وې.

نوموړی هم د ښار په بې نظمه کېدو خوښ نه دی او له ملي سوداګرو غوښتنه کوي، چې په ښار کې باید د ښاروالۍ او ښار جوړونې ریاست له اصولو سره سم پانګونه وکړي.

 هغه زیاته کړه، چې ولایتي شورا ته هم په دې اړه څو ځله ښاريانو شكايت كړى، خو دى وايي چې د ښرنې ښار لپاره د ماسټرپلان په تطبیق سره به یاده ستونزه هواره شي.

عزیز وايي: «مونږ هغه پخواني مارکېټونه چې اوس هم وینو، دا د پخواني والي اکرم خپلواک په وخت کې جوړ شوي دي، په دې کې یې رښتیا هم ستونزې جوړې کړې دي او هغه چې لازمه وه او باید چې د ښارواکۍ او ښارجوړونې ریاست له اصولو سره سم جوړ شوي وای، نه دي جوړ شوي، بله مسله د ښاریانو شکایت دی، نو بلکل د دوی ستونزې پر ځای دي او دا ستونزې یې له مونږ سره هم شریکې کړې دي.»

د پکتیکا د ولايتي شورا غړی عزیز عزیز اطلاعات روز ته وویل، چې ځینې لوړ پوړیزې ودانۍ د وخت والي اکرم خپلواک په وخت کې جوړې شوې دي، چې د ښارجوړونې ریاست له لوري په ایجاره ورکړل شوې وې.

د پکتیکا ښاروالى ریاست هم د خلکو ځینې ستونزې مني ، خو د ځمکو غصب موضوع ردوي او وايي، په ښار کې تر اوسه کوم چا په دولتي ځمکو کې ودانۍ نه دي جوړې کړي.

د ښرنې ښاروال انجینیر عتیق الله عتیق اطلاعات روز سره په خبرو کې وویل، چې مرستيال انجنير شريف د سيمه والو دا ستونزه مني خو وايي چې له تېرو سرغړونو يې اړونده مسوولین خبر کړي او په راتلونكې کې به چا ته د دا ډول ناقانونه ودانیو د جوړېدو اجازه ور نه کړي.

عتیق زیاتوي، چې دوی د ښار ښکلا لپاره هڅې پیل کړی او زیاتوي، چې په هغو ځمکو کې به د موټرو تم ځایونه او پارکونه جوړ کړي، چې اوس مهال همداسې شاړې پرتې دي.

ښاغلی عتیق الله عتیق وايي: «زه د خلکو دا ادعا چې د ښرنې په ښار کې دولتي ځمکې غصب شوې، په کلکه ردوم، شاید په پخوا وختونو کې به داسې څه شوي وي، خو زما په راتګ سره تر ډېره غصب شوې دولتي ځمکې راګرځول شوې دي، د ښاري بې نظمویو ستونزو یې پر ځای دی، دلته په زیاتره ودانیو کې هغو اصولو ته پام نه دی شوی، چې کلونه وړاندې یې دلته لوړ پوړیزې ودانۍ جوړې کړې دي.»

د پکتیکا اوسېدونکي د دې او په ښار کې د ګڼو نورو ستونزو لوی لامل د اړونده ادارو کمزوري بولي او وايي، که د همدې خپلسریو په وړاندې قاطع دریځ غوره شي، نو هیڅوک به د دې زړه ښه نه کړي، چې دولتي ځمکه غصب کړي او یا ورباندې په ناقانونه ډول ودانۍ جوړه کړي.

دوى وايي چې دا ستونزې به تر هغه پر خپل ځاى پاتې وي او لا به هم پراخېږي چې د حل په موخه پاكې او غښتلې ادارې نه وي جوړې شوې.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه