اطلاعات روز: د ننګرهار ولایتي مسوولین وایي، په دې ولایت کې ملي امنیت ۱۳۰۰ کيلوګرامه چاوديدونکي توکي نیولي دي.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي نن (دوشنبه، ۱۷ د غبرګولي) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، د ملي امنیت ځواکونو د کوز کونړ ولسوالۍ شګې سيمه کې په یوه هينو ډوله موټر کې ۲۶ بوجۍ چاوديدونکي توکي چې ۱۳۰۰ کیلو ګرامه وزن لري نیولي دي.
نوموړي دا څرګنده نه کړه، چې دغه توکي له کومه تر دې ځایه راوړل شوي دي.
خوږیاڼی زیاتوي: «د ملي امنیت ځواکونو په کوز کونړ ولسوالۍ کې د پلټنو پرمهال په یوې لارۍ موټر کې ۱۳۰۰ کیلوګرامه چاودیدونکي توکي نیولي.»
له دې وړاندې هم امنیتي ځواکونو په جلال اباد ښار او ولسوالیو کې د چاودېدونکو توکو د نیولو خبر ورکړی و.
