ولسمشر غني سره د خلیلزاد لیدنه؛ «امریکا د تېرو دوو لسیزو لاسته راوړنو خوندیتوب هڅه کوي»

اطلاعات روز: ولسمشرۍ ماڼۍ وایي، ولسمشر محمداشرف غني افغان سولې لپاره د امریکا متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په مشرۍ د یاد هیواد بین الوزارتي پلاوي سره، وکتل.

ولسشمرۍ ماڼۍ په همدې اړه خپرې شوې یوې خبرپاڼه کې وایي، چې دغه لیدنه نن (یکشنبه، ۱۶ د غبرګولي) له غرمې مخکې په ارګ وشوه او په کې دواړو لوریو د همکاریو د پراختیا او د سیاسي، ډیپلوماټیکو، امنیتي، دفاعي او اقتصادي اړیکو د دوام په اړه بحث او خبرې وکړې.

خبرپاڼه زیاتوي، د امریکا متحدو ایالتونو پلاوي په دغو خبرو کې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته هر کال د یاد هیواد د ۳،۳ میلیارد ډالرو مرستې د دوام په یادولو سره، له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په ځانګړي ډول هوايي ځواک او د اقتصادي او بشري حقونو برخو په ملاتړ د امریکا متحدو ایالتونو د حکومت پیغام، بیان کړ.

خبرپاڼه وایي: «یاد پلاوي زیاته کړه، مطلوبې موخې ته د رسېدو په خاطر چې مستقل، متحد، بې پرې، ولسواک او سوله ییز افغانستان دی هڅه کوو، د تېرو دوو لسیزو لاسته راوړنې خوندي او پیاوړې شي.»

د ارګ خبرپاڼه دغه راز وایي، د دغې کتنې په پای کې دواړو لوریو د همکاریو پر پراختیا او د سیاسي، اقتصادي، ډیپلوماتیکو او امنیتي اړیکو پر دوام ټینګار وکړ.

د ولسمشرۍ ماڼۍ په وینا، د افغانستان حکومت سره به په راتلونکو ورځو کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملاتړ او د بشري حقونو او اقتصادي برخو کې د همکاریو په اړه د یاد پلاوي بحثونه دوام ولري.

اخوا بیا افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د ملي پخلاینې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله سره هم نن په سپېدار ماڼۍ کې کتلي دي.

د ملي روغې جوړې عالي شورا په یوې خبرپاڼه کې ویلي، په دې لیدنه کې ښاغلي خلیلزاد ویلي، چې افغانستان سره د یاد هېواد د همکاریو او اړیکو نوي فصل په اړه وغږیږي. هغه زیاته کړې چې د امریکا متحده ایالتونه افغانستان سره ترهګرۍ پر وړاندې مبارزې، له امنیتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ او اقتصادي مرستو ته ژمنه ده.

د خبرپاڼې په وینا: «ښاغلي خلیلزاد وویل، چې هېواد یې د سولې له لړۍ په پرېکنده ډول ملاتړ کوي او د سولې له هڅو ملاتړ لپاره د نړیوالې او سیمه ییزې اجماع رامنځته کولو لپاره کار کوي.»

د یادې شورا خبرپانه وایي، ښاغلي خلیلزاد زیاته کړه، دا هغه وخت دی چې باید ښکېل لوري تاوتریخوالی کم او جدي او پایله لرونکې خبرې پیل کړي.

ښاغلي خلیلزاد دغه راز په دې لیدنه کې ویلي چې امریکا له سیاسي اجماع او د سیاسیونو او خلکو ترمنځ له  یووالي ملاتړ او هرکلی کوي او په وینا یې چې سیاسي اجماع او کورنی یووالی د دې لامل کیږي، څو د افغانستان اسلامي جمهوریت د سولې هڅو کې خپل ځواکمن ځای ونیسي.

په دې لیدنه کې د ملي پخلاینې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله افغانستان سره د امریکا او نړیوالې ټولنې له ملاتړ او مرستو مننې ترڅنګ د خلیلزاد له لوري د دواړو هېوادونو د اړیکو د نوي څپرکي پیل مهم او بنسټیز یاد کړی دی.

د یادې شورا خبرپاڼه وایي، ښاغلي عبدالله ویلي، چې د افغانستان اسلامي جمهوریت د سولې ټینګښت برخه کې ژمن دی. ځکه د ده په وینا چې جنګ د حل لاره نه ده او افغانان باید نور د دې ړندې او بې مانا جګړې قرباني نه شي.

ښاغلي عبدالله زیاته کړې چې له راغلي فرصته باید په سمه توګه ګټه واخیستل شي او په وینا یې هېڅ خوا باید ناسمه محاسبه و نه کړي چې کولی شي په زور اوسنۍ جګړې ته د پای ټکی کېښودلی شي.

د ملي پخلاینې عالي شورا ویلي، چې د افغانستان له اسلامي جمهوریت او د سولې له لړۍ د نړیوالې ټولنې او په ځانګړي ډول د امریکا ملاتړ مهم دی.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه