لاریون کوونکي: پاکستان حکومت په ښکاره د افغان حکومت ضد وسله والو ډلو ملاتړ کوي

اطلاعات روز: پکتیا کې لسګونه کسانو د سوله ییز لاریون پر مهال له ګاونډي پاکستان څخه غوښتنه وکړه، چې افغانستان کې دې د افغان حکومت ضد د جنګي ډلو له ملاتړه لاس واخلي.

دغه لاریون چې نن (یکشنبه، ۱۶ د غبرګولي) ترسره شو، لاریون کوونکو همدا راز د ملي امنیت د مشاور حمدالله محب له هغو څرګندونو هم ملاتړ وکړ، چې د پاکستان حکومت په اړه یې کړې وې.

حمد الله محب په یوې وینا کې ویلي، چې پاکستان حکومت د افغانستان په روانه جګړه کې ښکېل دی او په نارسمي ډول یې ملاتړ کوي، چې دې او ځینو نورو څرګندونو یې د پاکستاني چارواکو توند غبرګونونه راوپارول او ځینو رسنیو بیا خبر ورکړ، چې یاد هیواد له محب سره هر ډول سیاسي اړیکې هم پرې کړې دي.

که څه هم د حمد الله محب دغو څرګندونو په پاکستان کې غبرګونونه راپارولي، خو دلته په هیواد کې بیا د خلکو له تود هرکلي سره مخ شوې او یادې خبرې یې د پاکستان له دوه مخي سیاست څخه پرده پورته کول یاد کړي دي.

دغو لاریونوالو د پاکستان پر وړاندې د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار د وروستیو څرګندونو هرکلی وکړ او له پاکستانه یې وغوښتل چې افغانستان کې خپلې لاسوهنې بندې کړي.

په ګردېز ښار کې د لاریون تنظیموونکي او مدني فعال محمد علي جان محمدي اطلاعات روز ته وویل، چې دوی په کلکه له خپل نظام او امنیتي ځواکونو ملاتړ کوي او چاته به اجازه ورنه کړي، چې ګاونډي استخبارت دې دلته د خپلو شخصي ګټو لپاره شومو اهدافو ته ورسیږي.

علي جان زیاته کړه، چې په هیواد کې روانه جګړه د پاکستان په اشاره پیل شوې او لاهم دلته د افغان حکومت ضد جنګي ډلو ملاتړ کوي.

هغه وویل: «ننی لاریون چې مونږ کړی، د دې درې اهداف دي، اول دا دی، چې مونږ د محب خبري رښتینې بولو او ملاتړ یې کوو، دوهم له پاکستان څخه مو غوښتنه دا ده، چې دلته په افغانستان کې جګړه ودروي او د طالبانو له جنګي او سیاسي ملاتړه لاس واخلي او بل هدف د دې لاریون دا و، چې وسله وال طالبان باید نور په هیواد کې جګړې ته د پای ټکی کیږي او د سولې خبرې دې بیا پیل کړي.»

د لاریون یو بل تن ګډون وال محمد کریم روښان د سیمې په هیوادونو کې د روانې جګړې سرچینه پاکستان حکومت یادوي او وايي، که یاد هیواد خپلو مغرضانه کړنو ته د پای ټکی کې نه ږدي، نو لرې نه ده، چې په خپله د جګړې په اور کې وسوځي.

نوموړی له افغان سیاسیونو غواړي، چې د شته نظام د لا قوت لپاره دې له مخالفتونو تېر او د یوې سیاسي اجماع له لارې دې د روانې جګړې پای ته رسېدو لپاره حل لاره ولټوي.

روښان په دې اړه اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل: «پاکستان حکومت ته چې شیطان ویل شوي دي، همداسې د شیطانت کارونه هم کوي، دلته د جنګي ډلو ملاتړ کوي، هغوی ته وسلې ورکوي او دلته ورباندې د خپلو ګټو لپاره خپل افغانان وژني، نو زمونږ هیله دا ده، چې د حکومت او ولس مخالفې ډلې باید پوی شي، چې جګړه مو ناروا ده او ورور وژنه ده.»

د لاریون یو بل تن ګډون وال محمد کریم روښان د سیمې په هیوادونو کې د روانې جګړې سرچینه پاکستان حکومت یادوي او وايي، که یاد هیواد خپلو مغرضانه کړنو ته د پای ټکی کې نه ږدي، نو لرې نه ده، چې په خپله د جګړې په اور کې وسوځي.

په هیواد کې د جګړې په شدت او د سولې خبرو په ټپه درېدو له امله افغان ولس اندېښمن دی او غوښتنه کوي، چې د سولې درېدلې خبرې باید بیا پیل شي.

په نني لاریون کې مدني فعال ذهیر انګار وايي، وسله وال طالبان لاهم د ګاونډيو هیوادونو د استخباراتو لپاره په هیواد کې د افغان حکومت ضد جګړه مخ ته وړي، نوموړی په وسله والو طالبانو غږ کوي، چې له جګړې لاس په سر او د سولې مېز ته دې کیني.

ښاغلي انګار داسې وویل: «مونږ اوسنۍ جګړه، چې شدت یې پیدا کړی، سخت اندېښمن کړي یو، خو اوس هم طالبانو ته دا فکر له بهره ورکړل شوی، چې له افغانانو سره جهاد روا دی او باید چې ووژل شي، نو همدا ښکاره ده، چې دا فکر د پاکستان استخبارات ورکوي او دلته یې په خپلو منځونو کې سره په جنګ اچولي یو، زه بیا هم په طالبانو دا غږ کوم، چې مونږ او زمونږ سرتیري ټول مسلمانان دي او راسره جهاد ناروا دی.»

په دې وروستیو کې د وسله والو طالبانو لخوا د هیواد په ځینو ولایتونو کې جګړې شدت اخیستی، چې له امله یې د سولې خبرې هم له تېرو شاوخوا دوو میاشتو راهیسې په ټپه درېدلې دي، د افغان حکومت چارواکي وايي، وسله وال طالبان سولې ته هیڅ اراده نه لري او په جګړې ټینګار کوي، خوږ طالبان بیا د سولې خبرو لوی خنډ افغان حکومت یادوي او وايي، چې د دې خبرو پر وړاندې له مختلفو لارو ستونزې جوړ وي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه