ننګرهار کې یوه مور او دوه لورګانې یې په ډزو وژل شوي

اطلاعات روز: د ننګرهار ولایتي مسوولین وایي، د دې ولایت مرکز جلال اباد ښار کې د کورني تاوتریخوالي له امله درې میرمنو، چې یوه مور او دوه یې لورګانې دي، په ډزو وژل شوي دي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي نن (یکشنبه، ۱۶ د غبرګولي) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، تېره شپه د جلال اباد ښار اوومې ناحیې اړوند «چکنورۍ» سیمه کې د کورني تاوتریخوالي له امله د یوې کورنۍ درې میرمنې په ډزو وژل شوي دي.

د خوږیاني په خبره د وژل شویو میرمنو عمرونه د پنځه ویشت او پنځوس کلونو ترمنځ دي.

هغه وایي، پولیس په وخت سیمې ته رسیدلي او د قضیې په تړاو یې یو تن نیولی او د دوو نورو د نیولو هڅې روانې دي.

خوږیاڼي زیاته کړه: «تېره شپه د جلال اباد ښار اوومه ناحیه کې د کورني تاوتریخوالي له امله درې میرمنې وژل شوي او پولیس په وخت د پېښې ځای ته رسیدلي، چې د یادې پېښې په تړاو یې یو تن نیولی او د نورو د نیولو هڅې روانې دي. د یادې پېښې لامل کورنی تاوتریخوالی دی.»

یاده پېښه داسې مهال رامنځته کیږي چې په دې وروستیو کې ننګرهار کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي قضیې زیاتې شوې دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه