د نورستان دواب او منډول ولسوالۍ وسله والو طالبانو سقوط کړي

اطلاعات روز: حکومتي سرچینې وايي، تېره شپه د نورستان ولایت دوه ولسوالۍ دواب او منډول امنیتي سرتېرو پريښي او دغه دواړه ولسوالۍ د طالبانو لاس ته ورغلي دي.

یوې حکومتي سرچینې د نوم نه خپرولو په شرط اطلاعات روز ورځپاڼې ته دا خبر ومانه، خو په دې اړه یې ډېر جزیات ور نه کړل.

په ورته مهال د نورستان د ولایتي شورا رییس سعدالله پاینده زوی نن (شنبه، ۱۵ د غبرګولي) اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل، تېره شپه شاوخوا نهه نیمې بجې دواب او منډول د وسله والو طالبانو له لوري سقوط شوي او حکومتي سرتیري شاته تګ ته اړ شوي دي.

نوموړی وايي، له تېرو شاوخوا شلو ورځو راهیسې دواړه ولسوالۍ د طالبانو تر سختې کلابندۍ لاندې وې، خو د تازه دمو سرتېرو او مرستې نه رسېدو له امله ځینې عسکر طالبانو ته تسلیم شوي او پاتې یې له ولسوالیو شاتګ ته اړ شوي دي.

ښاغلی پاینده زوی وايي، له څه مودې راهیسې دواب او منډول دواړه له یوې ولسوالۍ، دواب اداره کېدلې، خو بېګا شپه دواړه ولسوالۍ له کومې مرګ – ژوبلې پرته سقوط شوي دي.

پاینده زوی زیاتوي: «بیګاه شپه وسله والو طالبانو د نورستان دواب او منډول دواړه ولسوالۍ سقوط شوي او افغان سرتیرو شاتګ کړی یادې ولسوالۍ له مودې راهیسې کلابندې وې، خو مرسته نه وه ورسیدلې.»

د نورګرام ولسوالۍ اوسېدونکی او ځايي خبریال صاحب داد همدرد اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، د دواب او منډول چارواکو له څه باندې دوو اونیو راهیسې له مرکزي ادارې د ځمکنۍ او هوايي مرستې غوښتنه کوله، خو د نه پاملرنې له امله ځايي چارواکي او حکومتي سرتیري د ولسوالیو پرېښودو ته اړ شول.

هغه اندیښنه وښوده، که حالات همداسې دوام وکړي، نو د طالبانو په نیمه محاصره کې د نورګرام ولسوالۍ د سقوط ګواښ هم شته دی.

د دواب او منډول د سقوط او شته اندېښنو په اړه مو د نورستان والي حافظ عبدالقیوم پوښتلی، خو تر اوسه یې زموږ پوښتنو ته ځواب نه دی راکړی.

وسله والو طالبانو په یوې خبرپاڼه کې ادعا کړې، چې دواب او منډول ولسوالۍ یې نیولي او په زیاته اندازه وسلې او مهمات یې د دوی لاس ته ورغلي دي.

دواب، منډول او نورګرام د نورستان لویدیځې ولسوالۍ دي، چې له تېرو شلو کلونو راهیسې ناامنه پاتې شوي دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه