د ننګرهار دوو ولسوالیو کې د دولتي ځواکونو او طالبانو سختو نښتو ګڼه مرګ – ژوبله اړولې

اطلاعات روز: د ننګرهار په هسکې مېنې او پچیراګام ولسوالیو کې له تېرې شپې راهیسې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړې پیل شوي، چې دواړو لورو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

د هسکې مېنې روغتیایي مسوولینو اطلاعات روز ورځپاڼې ته ویلي، چې د دې ولسوالۍ په تړلې کنډو سیمه کې د افغان ځواکونو پر پوستو له شوې او روانې جګړې له امله ورته ۱۶ تنه ټپیان وروړل شوي، چې یو یې ملکي او ۱۵ نور یې محلي او نور افغان ځواکونه دي.

په همدې حال کې د ننګرهار د ولایتي شورا غړي اجمل عمر اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل، چې د هسکې مېنې او پچیراګام ولسوالیو په نښتو کې افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې، خو کره شمېر یې لا هم مالوم نه دی.

د نوموړي په خبره په هسکه مېنه او پچیراګام ولسوالو کې له تیرې شپې راهیسې تر اوسه ۱۰ امنیتي پوستې وسله والو طالبانو سقوط کړي، خو جګړه لا دوام لري.

اجمل عمر زیاتوي:«په پچیراګام ولسوالۍ کې ۷ پوستې وسله والو طالبانو نیولي دي او همدارنګه په هسکې مېنې ولسوالۍ کې بیا درې پوستې وسله والو طالبانو سقوط کړي دي اوس هم جنګ روان دی او دواړو لورو ته درنه مرګ ژوبله اښتې خو کره مالومات یې نه کیږي.»

که څه هم ځایي جکومتي سرچینو لا په دې اړه څه نه دي ویلي، خو د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ادعا کړې، چې د هسکې مینې او پچیراګام ولسوالیو کې یې ۱۶ امنیتي پوستې نیولي دي او همداراز یې په هسکه مېنه کې د دریو پوستو د نیولو، ۲۵ افغان ځواکونو د وژلو، ګڼو ټپي کېدو او د ۳۰ میله سپکو او درنو وسلو د ترلاسه کولو او همداشان په پچیراګام ولسوالۍ کې د ۱۳ پوستو د نیولو، ګڼو افغان ځواکونو د وژلو او ۲۰ تنو افغان ځواکونو د نیولو ادعا کړې ده.

هڅه مو وکړه په دې اړه د ولایتي او ځایي چارواکو نظر واخلو خو بریالي نه شو.

د ننګرهار اچین، سپین غر، هسکه مېنه او پچیراګام هغه ولسوالي دي، چې له تېرو دوو اونیو راهیسې په کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو د نښتو او دواړو لوریو ته د مرګ ژوبلې خبرونه ورکول کیږي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه