تېر یوه کال کې د ۱۱ خبریالانو وژنه؛ بې پولې خبریالانو د جرمونو نړیوالې محکمې ته شکایت وکړ

اطلاعات روز: د بې پولې خبریالانو سازمان افغانستان کې د خبریالانو پر وړاندې د جنایتونو څېړنې او ارزونې لپاره، د جرمونو نړیوالې محکمه کې شکایت کړی دی.

بې پولې خبریالانو دغه شکایت پاڼه تېره ورځ (سه شنبه، ۱۱ د غبرګولي) د جرمونو نړیوالې محکمې څارنوالې فاتو بنسوډا ته لېږلی او له دې محکمې یې غوښتي چې افغانستان کې د خبریالانو پر وړاندې د تېر یوه کال جنایتونه وارزوي.

د بې پولې خبریالانو سازمان ویلي، چې تېر لمریز کال افغانستان کې ۱۱ خبریالان او د رسنیو همکاران وژل شوي دي.

دغه بنسټ زیاته کړې، چې د جرمونو نړیوالې محکمې د اساس لیک ۱۵مې مادې په استناد، د دې خبریالانو او رسنیزو همکارانو دوسیې د جنګي جنایت تور څېړنې او ارزونې لپاره د جرمونو نړیوالې محکمې ته وړاندې شوې دي.

د بې پولې خبریالانو سازمان اعلامیه چې نن (چهارشنبه، ۱۲ د غبرګولي) خپره شوې راغلي چې د تېر کال اوږدو کې جلال اباد کې د انعکاس ټلوېزیون درې کارمنان، د «صدای غور» راډیو مدیر مسوول بسم الله عادل ایماق،  هلمند کې د ازادۍ راډیو خبریال الیاس داعي، جلال اباد کې د انعکاس ټلوېزیون ویانده ملاله میوند، غزني کې د الجزیرې ټلوېزیون او اسوشیټدپرس اژانس خبریال رحمت الله نېکزاد او کابل کې د خورشید خصوصي ټلوېزیون خبریال زمیر امیري او د تخنیک برخې کارمن شفیق الله ذبېح وژل شوي دي.

د دې اعلامیې له مخې، د وسله والو نښتو، د امنیتي حالت خرابېدو او د مدني ټولنې پر وړاندې د تاوتریخوالي زیاتېدو سره هم مهاله، ټول ۱۱ خبریالان او د رسنیو همکاران، د رسنیزو فعالیتونو له امله په موخیزه توګه وژل شوي دي.

بې پولې خبریالانو ویلي، د منلو وړ دلیلونه لاس کې لري چې ښیي، وسله والې ډلې او په لومړۍ کرښه کې طالبانو ډله او طالبانو پورې ځینې تړلې ډلې د دې وژنو ډېر مسوولیت پر غاړه لري.

د جرمونو نړیوالې محکمې د دې محکمې نوې کتنې له خوا، یادې محکمې د ۲۰۲۰ زیږدیز کال د مارچ میاشتې په پنځمه دا اجازه ترلاسه کړه چې افغانستان کې له ۲۰۰۱ زیږدیز کال راهیسې د ترسره شویو جنایتونو په اړه څېړنې او ارزونه وکړي.

په دې سره، بې پولې خبریالانو ویلي، چې د ۲۰۰۱ زیږدیز کال را په دېخوا، افغانستان کې خبریالان د خپلو دندو ترسره کولو لپاره درنه بیه پرې کړې ده.

د دې بنسټ مالوماتو له مخې، په تېرو ۲۰ کلونو کې لږ تر لږه افغانستان د ۱۶ بهرنیو هېوادونو وګړو په ګډون ۱۰۰ خبریالان وژل شوي دي. دغه راز په دې موده کې له ۶۰ ډېرې رسنۍ تر برید لاندې راغلي او د خبریالانو او رسنیو پر وړاندې سلګونه ګواښونه ثبت شوي دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه