د پکتیکا ولایتي چارواکي وايي، د دې ولايت په څلورو ولسواليو کې د ولسي تړون ملي برنامې له خوا د دولس ښوونځيو ودانۍ جوړې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.
د دوی په خبره دا ښوونځي د اقرا برنامې تر چتر لاندې په ۶۱ ميليونه افغانۍ رغول شوي دي.
د کلیو رغونې او پرمختیا رييس انجنير مومن افغان پرون (یکشنبه، ۲۵لړم) د يحیاخېلو ولسوالي د زاڼکو ښوونځي د ودانۍ پرانيستې پر مهال وويل، چې له دې ډلې يې د ښوونځيو څلور ودانۍ په زرغون ښار، ۴ په يحیاخېلو، ۲ په جانيخېلو او ۲ نور په يوسفخېلو ولسوالیو کې جوړې شوې دي.
د پکتیکا والي ډاکتر مجیب الرحمن څمکني وویل، چې پکتیکا کې د اقرا برنامې په مټ د ۱۹۳ ښوونځیو د ودانيو له ډلې ۱۵۰ هغو ته نوې ودانۍ جوړيږي او د پاتې ۴۳ د ترميم یا بیا رغونې چارې تر سره کیږي.
څمکنی وايي، له يادو ودانيو شاوخوا ۶۰ ښوونځي له جوړېدو وروسته ګټې اخيستنې ته سپارل شوي دي.
نوموړي زیاته کړه: «د ولسي تړون له خوا په پکتيکا ولايت کې ډېرو ښوونځيو ته تعميرونه جوړ شوي او د پاتې نورو کارونه روان دي. له دې سره شاګردانو ته د تعليم مناسب چاپېريال برابريږي. همدارنګه د دې برنامې په مټ زرګونه کسانو ته د کار زمينه برابره شوې ده.»
د يحياخېلو ولسوالي اوسېدونکې دې ښوونځيو ته د ودانيو په جوړېدو خوښ دي او وايي له دې سره د هغو زرګونه زده کوونکو د سرپناه ستونزه حل شوه، چې تر دې مخکې به يې په ازده فضا او ستونزمن حالت کې زده کړې کولې.
