اطلاعات روز: د ننګرهار ولایتي مسوولین وایي، د دې ولایت مرکز جلال اباد ښار کې ماین چاودنې دوه تنه وژلي او لس نور یې ټپيان کړي دي.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې چاودنه نن (چهارشنبه، ۱۵ د غبرګولي) سهار شاوخوا لس بجې د جلال اباد ښار څلورمې ناحیې اړوند بارګینو سیمه کې د دریمې لوا سره د ملي امنیت اړوند «۰۲قعطې» پر ځواکونو شوې، چې له امله یې یو وګړی او یو سرتیری وژل شوي او لس نور ټپیان شوي دي.
خوږیاڼی زیاتوي: «چاودنه نن سهار لس بجې د ملي امنیت پر ځانګړو ځواکونو شوې. د چاودنې نوعیت مالوم نه دی خو له امله یې دوه تنه وژل شوي چې یو ملکي وګړی او بل نظامي دی او لس نور ټپیان دي.»
بل لور ته د ننګرهار د سیمه ییز روغتون ویاند ګلزاده سنګر وایي، چې د پېښې له ځایه ورته د دوو تنو جسدونه او لس ټپیان وروړل شوي، چې ټول ملکي وګړي دي.
ملي امنیت لا تراوسه د یادې چاودنې په اړه جزیات نه دي ورکړي. دغه راز تراوسه کومې وسله والې ډلې د یادې پېښې مسوولیت نه دی منلی.
