اطلاعات روز: د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې نن سهار (سه شنبه، ۱۱ د غبرګولي) وسله والو طالبانو د دې ولایت اچین ولسوالۍ کې د «پېښې بازار» ټولې هټۍ لومړی لوټ او بیا یې د پېښې ښوونځی او بازار سوځولي دي.
هغه وایي، په یاده پېښه کې د ځایي خلکو هټۍ ټولې سوزیدلي او دوکاندارانو ته میلیونه افغانۍ زیان اوښتی دی.
د خوږیاڼي په خبره افغان ځواکونه پر وخت سیمې ته رسیدلي او هلته یې د وسله والو طالبانو پر وړاندې عملیات پیل کړي، چې پرمهال یې یاده سیمه له وسله والو طالبانو چاڼ کړې ده.
خوږیاڼي زیاته کړه: «نن د ننګرهار د اچین ولسوالۍ د پېښې سیمه کې وسله والو طالبانو اول د پېښې بازار ټول دوکانونه لوټ کړي او بیا یې بازار او د یادې سیمې ښوونځي ته اور ورته کړی، چې له امله یې بازار په بشپړ ډول سوزیدلی دی او خلکو ته درانه مالي زیاتونه اوښتي دي.»
هغه وایي، په ورته مهال د ملي امینت ځواکونو په خوږیاڼو ولسوالۍ کې د عملیاتو پرمهال درې وسله وال طالبان چې پاکستانیان دي وژلي او دوه نور یې ټپیان کړي دي او همداراز یې د وسله والو طالبانو درې مرکزونه له منځه وړي دي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
