اطلاعات روز: د افغانستان کرکټ بورډ وایي، اصغر افغان د ځینو ناسمو پرېکړو له امله، د ملي لوبډلې له لوبډلمشرۍ ګوښه او پر ځای یې نوي لوبډلمشران وټاکل شول.
د افغانستان کرکټ بورډ پرون (دوشنبه، ۱۰ د غبرګولي) پر خپلې فیسبوکپاڼې لیکلي، چې د بورډ څېړنیزې کمېټې د څېړنې او د غړو د ګډې پرېکړې پر اساس اصغر افغان ګوښه او پر ځای یې ملي لوبډلې ته نوي لوبډلمشران معرفي شول.
کرکټ بورډ لیکلي: «د افغانستان او زمبابوې د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د لومړۍ ټیسټ لوبې په اړه چې د افغانستان کرکټ بورډ تحقیقاتي کمیټې کومې څېړنې ترسره کړې، د هغې له مخې دا جوته شوه چې د یادو سیالیو په لړ کې د افغان ملي لوبډلې پخوانی لوبډلمشر اصغر افغان ځینې پرېکړې د دې لامل شوې چې افغان لوبډله لومړۍ ټیسټ لوبه وبايلي.»
د افغانستان کرکټ بورډ د دې پرېکړې بر بنسټ، د نړیوالو یو ورځنیو او ټېسټ لوبو لپاره حشمت الله شهیدي د لوبډلمشر او رحمت شاه زرمتی د مرستیال لوبډلمشر په توګه غوره شول.
د بورډ په وینا، همدارنګه د شل اوریزو نړیوالو لوبو لپاره به ډېر ژر نوی لوبډلمشر معرفي او راشد خان به په یاد فارمټ کې د مرستیال لوبډلمشر په توګه پاتې وي.
