د سوداګرۍ په ډېرۍ د جنګ لمبه؛ «پانګوال له افغانستانه په تېښته دي»

خبریال: لیاقت لایق

ژباړن: بهادرخان رحماني

له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتلو پیل، له راتلونکي د روښانه انځور نه شتون او طالبانو سره د حکومت د سولې لړۍ بې پایلې پاتېدو، له افغانستانه د پانګې تېښتې لاملونه دي. په وروستیو کلونو په ځانګړي ډول وروستیو میاشتو کې د جګړې، ناامنیو او هدفي وژنو دوام، د افغانستان سوداګرۍ سکټور ته ستر زیان اړولی دی.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین اطلاعات روز ته وایي، چې له راتلونکي د روښانه انځور نه شتون او د ناامنیو دوام، له وړو تر منځنیو او لوړو پانګې اغېزمنې کړې دي. د دې مسوولینو په وینا جنګ او ناامني په کوچنیو پانګونو کې د رکود زیاتوالي او له افغانستانه د پانګې وتو لامل شوي دي. دغه راز د منځنۍ کچې پانګوال هم اغېزمن او زیان یې لیدلی دی.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې اجراییوي مشر وایي، چې پانګوال د تېښې حال کې دي. که څه هم هغه د تښتېدونکو پانګو او د پانګونې د رکود کره شمېر وړاندې نه کړ، خو وایي: «دا یو تریخ حقیقت دی چې د جنګ او ناامني حالت افغانستان کې د پانګوالو پر چاپېریال منفي اغېزه غورځولې ده. پانګوال د تېښې حال کې دي. په دې کې هېڅ شک نشته.»

د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولینو له دې وړاندې بي بي سي ته ویلي و، چې د تېر (۲۰۲۰) زیږدیز کال اوږدو کې شاوخوا یو زر او ۴۰۰ سوداګرو د امنیتي ګواښونو له امله هېواد پرېښی او ترکیې ته تللي دي. د دې هر سوداګر پانګه ۲۰۰ زره ډالر او په ټوله کې له یو میلیارد ډالرو زیاته وه.

د پانګې تېښته او له هېواده بهر ته د پانګوالو کډوالي په داسې حال کې ده چې دا کار د بازار پر کار او اقتصادي حالت نېغ په نېغه اغېز لري او په هېواد کې د بې وزلۍ او بېکارۍ لامل کیږي.

سوداګر وایي، چې افغانستان کې د امنیتي ګواښونو له امله، هغوی د خپلې پانګې عمده برخه د خپل ځان، کورنیو غړیو، تاسیساتو او د خپلې شتمنۍ خوندیتوب لپاره لګوي، خو له هغې سره، سره د خپل امنیت ډاډ نه لري. ځینې سوداګرۍ چې نه غواړي په رسمي توګه مرکه وکړي وایي، چې که څه هم لا یې هېواد نه دی پرېښی، خو د امنیت نه شتون له امله نور په هېواد کې په پاتېدو خوښ نه دي. نه غواړي چې له دې ډېر خپل ځان او کورنۍ په خطر کې واچوي. په ځانګړي توګه داسې حال کې چې جګړه د زیاتېدو حال کې ده او طالبانو سره د سولې خبرې هم له ناڅرګنده برخلیک سره مخ دي چې کومې پایلې ته به ورسیږي یا نه. له بلې خوا د دوی امنیت خوندیتوب لپاره د حکومت ژمنې هم نه دي عملي شوي او کوم کارونه چې شوي هم پایله یې نه ده ورکړې.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې اجراییوي مشر په وینا، دا چې د سوداګرو او پانګوالو د امنیت خوندیتوب کې د حکومت ګامونه بې پایلې دي، سوداګر اړ دي چې د خپلې پانګې یوه عمده او مهمه برخه د خپل امنیت لپاره ولګوي.

افغانستان کې د هر سوداګر لپاره د سلاح ګرځول مهم دي. په دې سره د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې اجراییوي مشر ښاغلی عطایي وایي، کله خو سوداګرو ته د کورنیو چارو وزارت له خوا د سلاح د جواز لېږد هم وخت نیوونکی او ننګونی وي.

په داسې حال کې چې د کورنیو چارو وزارت وایي، چې دغه وزارت تل د خصوصي برخې پانګوالو او سوداګرو سره اړیکه کې وي او غوښتنو ته یې رسیږي. ښاغلی ارین وایي، چې د سوداګرو او پانګوالو امنیت خوندیتوب د عامه ساتنې تصدۍ له لوري په قراردادي بڼه کیږي او د هر سوداګر او پانګوال لپاره د سلاح لېږد جواز غوښتنه د هغې کاربڼې پلي کېدو وروسته صادر شوی دی.

د سوداګرو له لوري د سلاح د لېږد جواز اخیستلو کې وخت نیونې شکایت په داسې مهال دی چې کورنیو چارو وزارت مخکې اعلان کړی و، چې دغه لړۍ یې اسانه کړې او په دې برخه کې یې د بډو اخیستنه او فساد هم له منځه وړی دی. کورنیو چارو وزارت ویلي و چې هر وګړی کولی شي یوه اونۍ کې د سلاح د لېږد جواز ترلاسه کړي. په داسې حال کې چې له دې وړاندې د سلاح د لېږد جواز اخیستو له شپږو تر اوو میاشتو وخت نیوه.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین وایي، هېواد کې د پانګونې زیاتېدل د خصوصي برخې له مهمو موخو دي خو جنګ یې دغې موخې ته نه پرېږدي. افغانستان کې پانګوال له امنیتي، اختطاف، د دوی او کورنۍ غړیو موخیزو وژنو، تاسیساتو او شتمنۍ ننګونو سره مخ دي او د مهار لپاره یې د حکومت ګامونه بسنه نه کوي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې اجراییوي مشر وړاندیز کوي چې د خصوصي برخې پانګوالو د تاسیساتو امنیت خوندیتوب لپاره دې نظامي ځانګړې قطعه پام کې ونیول شي، دغه راز دې سوداګرو او پانګوالو لپاره د سلاحو لېږد جواز اخیستنه اسانه شي.

سږ له هېواد بهر ته د پانګې لېږد زیاتېدل په داسې مهال مطرح دي چې تېر کال کرونا ویروس اقتصادي پرمختګ پنځه سلنه تر صفر لاندې یوړ او ۸۰ سلنه کوچنۍ، منځنۍ او سترې پانګونې یې ودرولې. سږ کال اقتصادي کارپوهانو اټکل کړی چې که جګړه کمه شي، د افغانستان اقتصاد بېرته درې سلنې ته پورته کیږي. په دې حال کې د جګړې زیاتېدو او د پانګونې کمېدو سره، چې د اقتصادي پرمختګ یو له مهمو عواملو دي، افغانستان به بیا هم په اټکل شوې کچه اقتصادي پرمختګ و نه لري.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه