د سولې په ټپه درېدلې خبرې؛ ننګرهار کې خلکو د دې خبرو بیا پیل غوښتنه وکړه

اطلاعات روز: ننګرهار ولایت کې یو شمېر خلکو د سولې خبرو پر بیا پیل ټینګار ترڅنګ په دې خبرو اترو کې د ولس د ونډې غوښتنه وکړه.

ننګرهار کې ولسي خلکو نن (دوشنبه، ۱۰ د غبرګولي) د یوې راټولیدنې پرمهال د سولې په ټپه دریدلې خبرو د بیا پیل غوښتنه او ټینګار وکړ.

د افغانستان میدیتوتیک او د افغانستان عامه پوهاوي موسسې د ختیځو ولایتونو ولسي خلک رابللي او د سولې په تړاو یې ورڅخه نظرونه راټولول او غواړي له همدې لارې د خلکو نظرونه د مذاکراتو تر مېز او نړیوالي ټولنې ورسوي.

د یاد پروګرام تنظیموونکی امام الدین همدرد اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې د سولې خبرو د نه بریالي کیدو یو لامل هم د خلکو نظریاتو ته نه پاملرنه یادوي او وایي، د سولې په خبرو کې یوازې د مشخصو ګوندونو او سیاسي مشرانو نظریات په پام کې نیول کیږي، چې له امله یې اوسمهال د سولې پیل شوې خبرې په ټپه دریدلي دي.

امام الدین همدرد زیاته کړه: «زمونږ هدف دا دی چې د خلکو نظریات راټول کړو او له همدې لارې د خلکو نظریات نړیوالې ټولنې ور ورسوو، ترڅو وکولای شو، له دې لارې د سولې خبرې بریالۍ شي، اوسمهال چې د سولې خبرې دریدلي دي یو لامل یې همدا دی چې د سولې په خبرو کې د ولسي خلکو نظریات نه نیول کیږي.»

د یاد پروګرام یو بل ګډونوال او د ننګرهار پوهنتون استاد محمد داود وفا بیا په خپلو خبرو کې د سولې په ټپه ولاړو خبرو اترو، او ورسره د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د جګړې زیاتیدو ته اندیښنه وښوده.

هغه په هیواد کې د سولې خبرو د بریالي کیدو په برخه کې د سیمې او په ځانګړي ډول د ګاونډیو هیوادونو رول مهم بولي او وایي، نړیواله ټولنه باید د جګړې ښکیلې خواوې د سولې خبرو بیا پیل ته وهڅوي.

استاد محمد داوود وفا زیاتوي: «د سولې خبرو په ټپه دریدل او ورسره د هیواد په زیاتو ولایتونو کې د جګړې شدت هغه څه دي چې له امله یې عام افغانان اندیښمن دي او نړیواله ټوله او سیمې هیوادونو په ځانګړي ډول ګاونډي هیوادونه باید د افغان سولې په برخه کې ریښتنی کار وکړي او هڅه دې وکړي چې د سولې خبرې پایله ورکړي.»

د یادې راټولیدنې یوه ګډونواله میمونه قاضي زاده بیا دا ډول ناستې او راټولیدنې د سولې په برخه کې مهمې ګڼي او وایي، په مذاکراتو کې ولسې ونډې ته پام د سولې خبرو بریا ته د نږدې کېدو په مانا ده.

میمونه قاضي زاده زیاته کړه: «د سولې خبرو کې د عامو افغانانو نظریات اخیستل کیږي دا په خپله د خلکو هیلې زیاتوي چې نور به جګړه پای مومي او سوله به راځي، ځکه د خلکو نظریاتو راټول د سولې په برخه کې مهم دی ځکه د خلکو په نظریاتو سره کولای شو چې د سولې خبرې پایله ورکړي.»

د سولې په تړاو دا ناسته داسې مهال ترسره کیږي، چې ترکیه کې د افغان حکومت او طالب استازو ترمنځ د ناستې پیلېدو په اړه لا هم روښانه پریکړه نه ده شوې.

خو د سولې خبرو په ټپه دریدو او د بهرنیو ځواکونو په وتلو سره سم په ختیځ او یو شمیر نورو ولایتونو کې بیا جګړې زور اخیستی.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه