اطلاعات روز: د افغانستان ملي امنیت شورا وایي، د رسنیو کورنۍ، لیکوالانو او د فکر کسان د هغوی له خوا وژل کیږي چې په فکري تنوع، نظري مخالفت او د بیان پر ازادۍ باور نه لري.
د ملي امنیت شورا سلاکار رحمت الله اندړ نن (دوشنبه، د غبرګولي ۱۰) په یو ویډویي پیغام کې په وروستیو کې د خبریالانو، لیکوالانو او فکري کسانو د وژنو په اړه وایي، هغوی چې په فکري تنوع، نظري مخالفت، د بیان پر ازادۍ او د انساني افکارو د نقد پر واقعیتونو باور نه لري، دا ډول وژنې کوي.
د ښاغلي اندړ په وینا، «طبعآ خبریالان، لیکوالان او د فکر کسان نه زغمي او وژني یې او د تفاهم، منطق او مذاکرې له هر مېزه تښتي. دغه طرز تفکر بیا، بیا د رسنیو له کورنۍ هم قربانۍ اخیستې دي.»
د ملي امنیت شورا ویاند زیاتوي، چې د دغو یو شمېر قضیو عاملان نیول شوي او په وینا یې چې اعترافونه یې هم خپاره شوي دي. نوموړی دغه راز ډاډ ورکوي، چې د دغو خنډونو د ختمولو او د بیان د ازادۍ او بشري ارزښتونو د پیاوړتیا لپاره قربانۍ ورکوي.
د ملي امنیت شورا دا خبرې په داسې مهال دي چې په دې وروستیو کې ناڅرګنده ټوپکوالو یو شمېر خبریالان، لیکوالان او د فکر کسان په نښه کړل. که څه هم د ملي امنیت شورا ویاند په دغه ویډیویي پیغام کې په دې بریدونو کې کومه ځانګړې ډله یاده نه کړه، خو له دې مخکې افغان حکومت په ځلونو په دغو بریدونو کې د طالبانو لاس لرل په ګوته کړي دي.
