اطلاعات روز: د ننګرهار ولایتي مسوولین وایي، د دې ولایت د ترانسپورټ ریاست نوي ټاکل شوي امر په خپل شخصي لګښت پنځه ملي بسونه فعاله کړي دي.
د ننګرهار والي ویاند نن (یکشنبه، د غبرګولي ۹) پر خپلې فیسبوکپاڼې لیکلي چې دغه تن عصمت الله شېرزاد نومیږي او نږدې یوه اونۍ کیږي چې د ننګرهار د ترانسپورټ ریاست ښاري امر ټاکل شوی.
ښاغلي خوږیاڼي لیکلي: « دا ځوان د ننګرهار ترانسپورت ریاست ښاري امر دی، د دندې یې لا اونۍ نده پوره شوې چې په شخصي لګښت یې پنځه ملي بس موټر فعال کړل او د نورو د فعالیدو ژمنه یې هم کړې.»
اخوا بیا ښاغلي شیرزاد اطلاعات روز ته وویل، چې دا ملي بسونه به د جلال اباد ښار په بېلابېلو برخو کې فعالیت کوي، تر څو ښاریانو ته د تګ راتګ په برخه کې اسانتیاوې برابرې کړي.
هغه ویلي هڅې یې پیل کړي چې د جلال ښار او ولسوالیو لپاره نور ملي بسونه چې اوسمهال د ځینو تخنیکي ستونزو له امله دریدلي بیا فعاله کړي.
