اطلاعات روز: د ننګرهار ولایتي مسوولین وایي، د دې ولایت مرکز جلال اباد ښار کې، د کونړ د والي پر موټریز کاروان ماین چاودنه شوې ده.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي اطلاعات روز ورځپاڼې ته یاده پېښه تایید کړه او وېې ویل، نن (پنجشنبه، ۶ د غبرګولي) ماسپښین شاوخوا پنځه بجې د جلال اباد ښار اتمې ناحیې اړوند «شاه برهان اغا» سیمه کې د کونړ د والي محمد اقبال سعید پرموټریز کاروان ماین چاودنه شوې، چې له امله یې د والي دوه ساتونکي ټپيان شوي دي.
خوږیاڼی زیاتوي: «نن پنځه بجې د جلال اباد ښار اتمې ناحیې اړوند شاه برهان اغا سیمه کې د سرک غاړې ماین د کونړ پر والي ماین چاودنه کړې چې له امله یې د والي دوه ساتونکي ټپیان شوي دي.»
د یادونې چې نن سهار هم په همدې سیمه کې د کامې د ولسوال د موټر پورې نښلوونکي ماین چاودنه کړې وه، چې له امله یې د ولسوال په ګډون درې تنه ټپیان شوي وو.
روغتیایي چارواکو د ولسوال روغتیایي وضعیت د اندیښنې وړ ښودلی دی.
