اطلاعات روز: د ننګرهار په کوټ ولسوالۍ کې قومي مشرانو پرېکړه کړې، که څوک د حکومت له مخالفو وسله والو سره همکاري وکړي، د کور له سوځېدو سربیره به نقدي جریمه هم شي.
د یادې سیمي زرګونه اوسیدونکو نن (پنجشنبه، ۶ د غبرګولي) د یوې ولسي غونډې پرمهال ولسي خلکو ته خبرداری ورکړ، چې وروسته له دې هېڅوک په خپل کور کې د دولت وسله والو مخالفینو ته ځای نه شي ورکولی.
د غونډې ګډونوال ملک اميرجان کوټوال وویل، که هر څوک د دولت له وسله والو مخالفینو سره همکاري وکړي اوځای ورکړي، د کور د سوځولو ترڅنګ به يو ميليون افغانۍ جريمه هم ورکوي.
ملک امیرجان کوټوال زیاته کړه: «مونږ نن دا پریکړه کړې او ټول خلک دې هم واورئ، چې له دې وروسته هر چا په خپله سیمه کې او یا کور وسله والو مخالفینو ته ځای ورکړ، نو کور به یې سوځول کیږي او همدارنګه به یې لس لکه افغانۍ جریمه هم ورکوي او دا پریکړه به عملي کیږي.»
د غونډې یو بل ګډونوال او قومي مشر ميرزا پاچا بیا د خبرو پرمهال وویل، بياځلي خپلو سيمو کې د وسله والو ډلو فعاليت ته اجازه نه ورکوي، خو په حکومت یې هم نيوکې وکړې چې کوټ کې یې د وسله والو سره ځایي پاڅونکوونکي له پامه غورځولي.
میرزا پاچا زیاتوي: «مونږ له حکومت هم ګیله من یو، ځکه مونږ د حکومت لپاره زیاته قرباني ورکړې، خو تراوسه یې په دې برخه کې څه ډول چې لازمه ده خدمت او نه یې زمونږ پاڅونکوونکو ملاتړ نه دی کړی، خو بیا هم وایو چې مونږ به هیچا ته اجازه ورنه کړو چې بیا زمونږ سیمه ناامنه کړي.»
قومي مشرانو پر وسله والو طالبانو هم غږ وکړ، چې نور دې په هیواد کې د پردیو په لمسون پیل شوې جګړه پای ته ورسوي.
قومي مشر لوز خان له وسله والو د سولې غوښتنه کوي او هېواد کې د جګړې دوام د پاکستانيو علماوو هغه فتوا يادوي چې هېواد کې يې د جهاد په نامه ورکوي.
هغه وایي، د بهرنيو ځواکونوپه وتلي سره هېواد کې د جګړې هيڅ بهانه هم پاتي نه ده.
ملک لوز خان زیاته کړه: «له وسله والو طالبانو هم غواړو چې نور دې پیل شوې جګړه پای ته ورسوي د پاکستان په خوله یې جګړه پیل کړې چې دلته د جهاد په فتوې ورکوي، د بهرنیانو په وتلو سره نور دلته د جګړې لپاره هیڅ بهانه نه ده پاتې نو وسله وال طالبان باید جګړه ودروي.»
ننګرهار کې تر کوټ وړاندې د شينوارو په ځينو ولسواليو کې هم وسله والو سره د نه همکارۍ د اډول پرېکړې شوي او خلک یې هم د جګړې او ناامنۍ په کمېدو اغېز ته په تمه دي.
