لغمان کې سږکال سبزیجاتو کې ۳۰ سلنه زیاتوالی راغلی

خبریال: جان اغا صالح

د لغمان ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست مسولین وایي، چې سږکال د دې ولایت په سبزيجاتوکې ۳۰ سلنه زیاتوالی راغلی.

د یاد ولایت د کرنې رییس محمد جمیل خوشال اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل، لغمان کې له جګړو سره سره سږکال د تازه سبزجاتو حاصلات د پام وړ زیات شوي دي.

د ښاغلي خوشال په خبره دې ولایت کې سږکال د سبزیجاتو د توليد په برخه کې ۳۰ سلنه او د غله جاتو په برخه کې ۱۰ تر ۲۰ سلنه پورې زیاتوالی راغلی دی.

نوموړی وايي، چې سږ کال یې ډېره برخه بزګران د سبزيجاتو کښت ته هڅولي دي او د تولید د زیاتوالي لامل هم همدا دی.

محمد جمیل خوشال زیاته کړه: «سږکال لغمان کې د سبزجاتو تولید بیخي زیات شوی او تیر کال ته ۳۰ سلنه زیاتوالی ښیي، د لغمان په څلورو ولسوالیو کې په شاوخوا نهه زره هکتاره ځمکه تازه سبزجات کرل شوي نو مونږ په دې هڅه کې یو چې بزګرانو ته په نورو برخو کې هم اسانتیاوې برابرې کړو.»

د ښاغلي خوشال په خبره دې ولایت کې سږکال د سبزیجاتو د توليد په برخه کې ۳۰ سلنه او د غله جاتو په برخه کې ۱۰ تر ۲۰ سلنه پورې زیاتوالی راغلی دی.

 

د کرنې رییس په وینا، لغمان په افغانستان کې د سبزیجاتو د مرکز نوم ګټلی او له همدې امله یې سبزیجات د هېواد نورو لویو ښارونو ته هم وړل کیږي.

د جمیل خوشال په خبره اوسهمال یې لغمان کې د بزګرانو ته د تازه سبزجاتو د ساتنې لپاره یې له سړو خونو سربیره په بازار موندنې او نورو برخو کې ګڼې اسانتیاوې رامنځته کړي دي.

خوشال زیاتوي: «بزګرانو ته مو د سبزيجاتو د ساتنې او کرنې لپاره شنې خونې جوړې کړې دي، د امراضو د مخنيوي او دفعې لپاره مو ورته لازم درمل ور ښودلي، د کرنې سيستم مو ورته نوی او عصري کړی او اصلاح شوي تخمونه مو بزګرانو ته وېشلي دي، همدا علت دی چې سږکال د سبزيجاتو او غله جاتو په تولید کې زیاتوالی راغلی.»

د لغمان د کرنې رییس همداراز وایي، د لغمان اوسنیو ناامنیو د دې ولایت پر کرنه هم منفي اغیز کړی، چې اوسمهال یې د زیاتو فصلونو د راټولو وخت دی، خو جګړې یې د فصل د راټولو مخه نیولې او زیاتره یې ضایع شوي دي.

د جمیل خوشال په خبره اوسهمال یې لغمان کې د بزګرانو ته د تازه سبزجاتو د ساتنې لپاره یې له سړو خونو سربیره په بازار موندنې او نورو برخو کې ګڼې اسانتیاوې رامنځته کړي دي.

د هغه په خبره څه موده وړاندې د لغمان په الینګار ولسوالۍ کې د قومي مشرانو په منځګړیتوب د وسله والو طالبانو او حکومت ترمنځه اوربند شوی وو، خو څو اونۍ وړاندې یاد اوربند وسله والو طالبانو مات کړی او جګړې زور اخیستی.

خوشال زیاته کړه: «په لغمان کې د وسله والو طالبانو او حکومت ترمنځ د جګړو له امله دې ولایت کې د زیاتو دهقانانو زیات فصلونه ضایع شوي دي او که جګړه ونه دریږي زیات خلک به له ستونزو سره مخ شي، نو هیله مو دا ده چې باید جګړه پای ومومي او نور خلک ارامه ژوند وکړي.»

په ورته مهال د لغمان بزګران هم دې ولایت کې وروستیو ناامنیو اندیښمن کړي دي.

پرویز د لغمان د الینګار ولسوالۍ د کبیلې سیمې اوسیدونکی دی، هغه سږکال په خپله شپږ جریبه ځمکه کې د تازه سبزجاتو سربېره غنم هم کرلي و.

هغه وایي، له ده سربېره د زیاتو کلیوالو یې د غنمو لونه پاخه وو، خو جګړې یې هر څه له خاور سره خاورې کړل او د ځان ساتلو په موخه یې خپل کورونه پریښودل او د لغمان مرکز مهترلام ته کډه شول.

پرویز زیاته کړه: «زمونږ زیاتره فصلونه پاخه وو، د غنمو او سبزجات هر څه برابرول، خو څو اونۍ وړاندې دې لغمان کې جګړه پیل شوه، نو څه پاتې شول او تیار درمندونه مو همداسې پاتې شول چې له امله یې مونږ خپه هم یو او زیات توان مو هم وکړ.»

د الینګار ځینې اوسېدونکي وایي، د زیاتو کلیوالو یې د غنمو لونه پاخه وو، خو جګړې یې هر څه له خاور سره خاورې کړل او د ځان ساتلو په موخه یې خپل کورونه پریښودل او د لغمان مرکز مهترلام ته کډه شول.

د الینګار ولسوالۍ د «خان کلا» یو بل بزګر عبدالولي چې تازه یې د شفتالانو او نورو تازه میوو حاصل ورکړی، وایي فکر یې نه کاوه چې تیار فصلونه به یې د جګړې له امله له خاور سره خاورې کیږي.

هغه پر ښکیلو خواوو غږ کوي، چې جګړه دې ودروي او د ملکي وګړو د خوندیتوب سربیره دې ځایي خلک ته اجازه ورکړل شي، چې له خپلو ځمکو فصلونه راټول کړي.

عبدالولي زیاته کړه: «زه د شفتالانو او نورو تازه میوو یو برابر شانې باغ لرم، اوس اوس مې د شفتالانو او نورو تازه میوو حاصل رسیدلی وو، جګړه پیل شوه د طالبانو او حکومت تر منځ او هر څه له مونږ ډک پاتې شول او صرف مو وکولای شول چې ځان او د کورنۍ غړي له جګړو وباسو او امن سیمې ته کډه شو.»

 لغمان کې له تیرو دوو اوونیو راهیسې دافغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړه پیل شوې، چې پر مهال یې وسله والو طالبانو د دې ولایت دولت شاه ولسوالۍ سقوط کړې او په الیشنګ، الینګار او قرغیو ولسوالیو کې یې د ګڼو امنیتي پوستو د نیولو خبر ورکړی دی.

خو د لغمان ولایتي چارواکو ویلي، په تیرو دریو ورځو کې یې د وسله والو طالبانو د مهمو قومندانانو په ګډون له سلو ډیرو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې او ګڼې سیمې له یادې ډلې تصفیه کړي دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه