د ولسي جرګې مشر: فاریاب کې حاکم وضعیت ترهګریزو فعالیتونو ته زمینه برابروي

اطلاعات روز: د ولسي جرګې مشر میررحمان رحماني وایي، فاریاب ولایت کې د دې ولایت نوي والي پر ضد لاریونونه او وروستي ګامونه به ترهګریزو فعالیتونو ته زمینه برابره کړي.

د ولسي جرګې مشر نن (دوشنبه، ۳ د غبرګولي) د فاریاب ولایت حالت د اندېښنې وړ یاد کړ او زیاته یې کړه چې د دې ولایت د ځینو ولسوالیو د سقوط شونتیا به په اوسني حاکم وضعیت پورې تړلي وي.

ښاغلي رحماني وویل: «د فاریاب حالت د اندېښنې دی، دا کار د دښمن پر ژرنده اوبه ورپرېږدي او ترهګریزو فعالیتونو ته به زمینه برابره کړي. په دې ولایت کې د ولسوالیو سقوط شونتیا دې ولایت کې حاکم حالت پورې تړاو لري.»

میررحمان رحماني پر حکومت او د فاریاب قضیه کې دخیلو سیاسیونو غږ وکړ، چې هر څه ژر باید دې ستونزې ته حللاره ومومي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ په فاریاب ولایت کې د دې ولایت لپاره د نوي والي محمدداود لغماني پر ضد د لاریونونو دوام کې، د دوی په خوښه والي لپاره ټاکنې وکړې.

په دې ټاکنو کې څلور تنه چې هویت یې لا څرګند شوی نه دی، رایې ورکړې. د افغانستان اسلامي جنبش ګوند د ځوانانو کمېټې مسوول احسان الله قوانچ پرون اطلاعات روز ته وویلې، چې په دې ټاکنو سره یې واک د یاد ګوند مشر مارشال عبدالرشید دوستم ته ورکړی او هیله لري چې مرکزي حکومت د نوموړي غوښتنه ومني.

نوموړي خبرداری ورکړ که حکومت یې غوښتنه ونه مني، دوی به د خپلو لاریونونو لمنه پراخه او د هېواد شمال او شمال ختیځو سیمو ته به یې وغځوي.

له دې وړاندې د دغه ګوند پلویانو دا خبرداری هم ورکړی و، چې که مرکزي حکومت یې غوښتنه و نه مني، هغوی ځان ته دولت جوړوي.

محمد داود لغماني لس ورځې وړاندې د ولسمشر محمداشرف غني په حکم د فاریاب نوي والي په توګه د دې ولایت مېمنې ښار د پوځ لوا مقر کې کار پیل کړ. د نوموړي د ټاکل کېدو او بیا پېژندلو سره سم، د فاریاب خلکو او د عبدالرشید دوستم په مشرۍ د افغانستان اسلامي جنبش ګوند پلویانو د ښاغلي لغماني پر ضد خپل اعتراضونه پیل کړل.

دغه لاریونوال غواړي چې والیان، ښاروالان او ولسوالان د خلکو په خوښه وګمارل شي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه