لغمان کې د طالبانو پرضد د پراخو چاڼیزو عملیاتو پیل؛ ځینو ولسوالیو کې ځینې پوستې محاصره کې دي

خبریال: جان اغا صالح

د لغمان ولایت چارواکي وایي، د وسله والو طالبانو د ځپلو په موخه یې پراخ چاڼيز عملیات پيل کړل. د والي ویاند اسدالله دولتزي نن (یکشنبه، ۲ د غبرګولي) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، دغه ولایت ته د ملي دفاع سرپرست وزیر په ملتیا تازه دمي ځواکونه هم وررسېدلي دي.

دولتزی زیاتوي عملیات دوام لري او ژر به هغه سیمې له وسله والو طالبانو پاکې کړي، کوم چې دوی په کې پراخ فعالیت لري. نوموړی وایي په پلاوي کې د دفاع وزارت سرپرست وزیر یاسین ضیا د ملي امنیت لومړی مرستیال او د دغې ادارې اوپراتیفي مرستیال خوشحال سادات او ګڼ شمېر نور نظامي مسوولین ګډون لري.

اسدالله دولتزي زیاته کړه: «تېره شپه د ملي دفاع سرپرست وزیر یاسین ضیا او ګڼ شمیر نور لوړپوړي چارواکي لغمان ولایت رسیدلي او تازه دمي ځواکونه هم ورسره وو، چې له رسیدو سره سم یې پر هغو ځایونو ځمکني او هوایي عملیات پیل کړي، چې وسله والو طالبانو په کې فعالیت درلوده، دغه عملیات به په هغو ساحو کې وي چې طالبان په کې فعالیت کوي او مونږ غواړو خپلو خلکو ته ارامه فضا رامنځته کړو.»

دولتزی زیاتوي عملیات دوام لري او ژر به هغه سیمې له وسله والو طالبانو پاکې کړي، کوم چې دوی په کې پراخ فعالیت لري.

په ورته وخت کې د لغمان ولسي استازي وایي، له دولت شاه سربېره بادپښ، الیشنګ او الینګار ولسوالیو کې هم حکومتي پوستې د محاصرې په حال کې دي. د ولایتي شورا غړي ظاهر حسین خیل اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل، که یادو سیمو ته مرسته ونه رسېږي، نو وېره شته چې الیشنګ او الینګار به هم سقوط شي.

ظاهر حسن خیل زیاته کړه: «دولت شاه خو د طالبانو په لاس کې ده ټولې لارې یې تړلي دي او که حکومت لغمان ته پام ونه کړي نو ویره شته چې ګڼې نورې سیمې به هم د وسله والو طالبان لاسته ولویږي او ستونزې به لاپسې زیاتې شي او همدارنګه له حکومت غواړو چې لغمان ته ځانګړې پاملرنه وکړي.»

د لغمان د ولایتي شورا یو بل غړی ګلزاز سنګروال بیا اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، تازه د یکشنبې په سهار د لغمان د مرکز مهترلام اړوند الینګار په مسیر د «میدانۍ نوې کلا او ګټل» امنیتي پوستې وسله والو طالبانو ته تسلیم شوې دي او جګړه کرار کرار مرکز ته په نیږدې کیدو ده.

د لغمان د ولایتي شورا یو بل غړی ګلزاز سنګروال وایي، تازه د یکشنبې په سهار د لغمان د مرکز مهترلام اړوند الینګار په مسیر د «میدانۍ نوې کلا او ګټل» امنیتي پوستې وسله والو طالبانو ته تسلیم شوې دي او جګړه کرار کرار مرکز ته په نیږدې کیدو ده.

سنګروال زیاته کړه: «نن سهار مرکز ته نیږدې امنیتي پوستو باندې جګړه وه او زیاتې پوستې سقوط شوې او جګړه دوام لري او مرکز ته نیږدې ده. نو هیله ده حکومت د لغمان په اړه جدي اقدامات وکړي.»

بل لورته بیا د یاد ولایت مدني فعالان د عامو خلکو وضعیت ته اندېښمن دي. مدني فعال نجیب الرحمن انقلابي وایي، په دولت شاه، الیشنګ او الینګار ولسوالیو کې له تیرو څو اوونیو راهیسې د جګړو له امله زرګونه کورنۍ مرکز مهترلام ته کډه شوي، چې اوسمهال په سخت حال کې ژوند کوي.

انقلابي زیاته کړه: «په لغمان کې چې شاوخوا دوه اونۍ وشوې، چې جګړه د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ په دولت شاه او یو شمیر نورو سیمو کې پیل شوې، چې له امله یې زرګونه خلکو بیځایه شوي چې زیاتره یې مهترلام ته راغلي چې له سختو ستونزو سره مخ دي له حکومت ورته د مرستې غوښتنه کوو.»

خو د لغمان د کډوالو چارو رییس شاکر الله شاکر بیا اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې د دې ولایت په درییو ولسوالیو کې د جګړو له امله له زرو ډیرې کورنۍ بیځایه شوي دي. شاکر زیاته کړه: «د لغمان په دولت شاه، الینګار او الینګار ولسوالیو کې اوسمهال هم جګړه ده خلک بیځایه کیږي، چې له امله یې زرو ډیرې کورنۍ بیځایه شوي دي او دا بیځایه کیدنه اوسمهال هم روانه ده او مونږ توانیدلي یو چې له دوه سوه کورنیو سره له سروې وروسته مرسته وکړو او نورو سره به هم کیږي.»

مدني فعال نجیب الرحمن انقلابي وایي، په دولت شاه، الیشنګ او الینګار ولسوالیو کې له تیرو څو اوونیو راهیسې د جګړو له امله زرګونه کورنۍ مرکز مهترلام ته کډه شوي، چې اوسمهال په سخت حال کې ژوند کوي.

بل لورته وسله والو طالبانو د افغان ځواکونو د تازه پيل شویو عملیاتو په تړاو څه نه دي ویلي.

لغمان ته د حکومت لوړپوړی پلاوی داسې مهال سفر کوي، چې د دې ولایت دولت شاه ولسوالۍ تیره اونۍ وسله والو طالبانو سقوط کړه او په الینګار، الیشنګ او یو شمیر نورو ولسوالیو کې بیا د امنیتي ځواکونو د پوستو د سقوط خبره کیږي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه