لغمان امنیتي وضعیت څېړلو لپاره د لوی درستیز سفر؛ «تمه ده چاڼیز عملیات ترسره شي»

اطلاعات روز: ملي دفاع وزارت وایي، د وسله وال پوځ لوی درستیز سترجنرال محمدیاسین ضیا د لغمان امنیتي وضعیت څېړلو په موخه دغه ولایت ته تللی.

ملي دفاع وزارت نن په یوې خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې لوی درستیز د دفاعي او امنیتي ځواکونو د ملاتړ او د امنیتي وضعیت څېړلو په موخه، بیګاه (شنبه، د غبرګولي ۱) دغه ولایت ته سفر کړی دی.

د یاد وزارت خبرپاڼه کې راغلي: «د وسله وال پوځ لوی درستیز یاد ولایت کې د نویو پلانونو او امنیتي وضعیت لا ټينګښت په موخه د والي او ارشد امنیتي مسولانو سره بحث او خبرې وکړې.»

خبرپاڼه وایي، تمه ده لغمان ولایت کې د دولت ضد ډلو پر وړاندې چاڼیز عملیات ترسره شي.

د ملي دفاع وزارت د خبرپاڼې په وینا، لوی درستیز امنیتي مسوولینو ته لارښوونه وکړه، چې د لغمان د امنیت ټينګښت په موخه نوي امنیتي پلانونه ترسره کړي، له خلکو ساتنه وکړي او هېچاته اجازه ورنه کړي، چې هېوادوالو ته زیان ورسوي.

دا په داسې حال کې ده چې له تېرو څو ورځو راهیسې د لغمان په ګڼو سیمو کې وسله والو طالبانو خپل بریدونه ډېر کړي دي، چې همدا د تېرې اونۍ پنجشنبې ورځ د غویي په ۳۰مه د دې ولایت دولت شاه ولسوالۍ د طالبانو په لاس سقوط شوه.

وروسته بیا ملي دفاع وزارت د دې ولسوالۍ نسکورېدل رد او زیاته یې کړه چې افغان ځواکونو تاکتیکي شاتګ کړی دی. دوی دغه راز ویلي و چې دغې ولسوالۍ ته یې تازه دمي سرتېري استولي دي.

دغه راز الینګار او الیشنګ د لغمان دوه هغه نورې ولسوالۍ دي، چې دې وروستیو کې په کې طالبانو خپلو بریدونو ته زور ورکړی او ډېرې سیمې یې لاندې کړې دي. اطلاعات روز ورځپاڼې ته ځایي خلکو ویلي و، چې الینګار ولسوالۍ کې له لسو ډېرې امنیتي پوستې د طالبانو لاس ته ورغلي دي. د دوی په وینا دغه پوستې د قومي مشرانو په منځګړیتوب افغان ځواکونو طالبانو ته ورپرېښي او دوی سرونه خوندي باستلي دي.

پرون شنبه د غبرګولي په اوله بیا د لغمان مرکز مهترلام ښار ته له الینګاره کډه شویو ځینو اطلاعات روز ته وویلې، چې طالبانو په دې ولسوالۍ کې خلکو ته ویلي چې دوی ګواکې د ولایت پر مرکز برید کوي او باید خلک له کورونو ووځي او سرونه خوندي کړي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه