د خوست هوايي ډګر له لس کاله کار وروسته نړیوالو پروازونو ته چمتو شو

خبریال: حبیب الله سراب

د خوست ملکي هوايي ډګر چارواکي وايي، چې د یاد ولایت نړیوال ملکي هوايي ډګر نړیوالو پروازونو ته چمتو شوی دی، ۹۴ سلنه چارې یې بشپړې شوې، چې د دوی په وینا په نږدې ورځو کې به یې پرانیسته وشي.

کابو لس کاله وړاندې په خوست کې دې ولایت ته د نړیوالو الوتنو په موخه د دوه میلیونه امریکايي ډالرو په لګښت د هوايي ډګر د بنسټ ډبره اېښودل شوې وه، چې اوس مهال یې چارې بشپړې شوې او د چارواکو په خبره چې ژر به یې ګټې اخیستنې ته وسپاري.

د خوست والي مهمند کټوازی دا پروژه له اقتصادي اړخه د هیواد او په ځانکړي ډول د خوست ولایت لپاره مهمه بولي او وايي، چې په دې سره به د خلکو شته ستونزې هوارې او د خوست په سوداګرۍ به مثبت اغېز وکړي.

کټوازي زیاته کړه، چې د خوست زیاتره اوسېدونکي په بهرنیو هیوادونو کې کارو بار لري، چې پلازمینې کابل ته په تګ راتګ کې له ګڼو ستونزو سره مخ وي، خو د دې ډګر په فعالېدو سره به د هغوی د اوږده سفر مخه هم ونیول شي.

نوموړي داسې وویل: «په ازمایښتي ډول له پلازمینې کابل څخه د باختر هوايي شرکت له لوري د الوتکو پروازونه پیل شوي، دغه هوايي میدان چې چارې یې نږدې بشپړې شوې، ګټه به یې د خوست ولس ته دا وي، چې په دې سره به نه یوازې د خوست مسافر له ستونزو خلاص شي، بلکې په اقتصاد به ډېر ښه اغېز وکړي او مونږ به وکولی شو، چې خوست په یو سواګریز ښار بدل کړو.»

کابو لس کاله وړاندې په خوست کې دې ولایت ته د نړیوالو الوتنو په موخه د دوه میلیونه امریکايي ډالرو په لګښت د هوايي ډګر د بنسټ ډبره اېښودل شوې وه، چې اوس مهال یې چارې بشپړې شوې او د چارواکو په خبره چې ژر به یې ګټې اخیستنې ته وسپاري.

مهمد کټوازي همدا راز زیاته کړه، چې په همدې ملکي هوايي ډګر کې اوس مهال په ۶ کلیدي تاسیساتو د جوړېدو چارې روانې دي، چې نږدې یو میلیارد افغانۍ ورته ځانګړې شوې دي.

نوموړی زیاتوي، چې د دې ډګر د جوړېدو چارې د « هریرود» او «اوغلو» په نوم افغان او ترکي شرکتونه په مخ وړي.

ښاغلي مهمند وویل: «تاسو ته مالومه ده، چې په خوست کې دغه هوايي ډګر د افغان او ترکي شرکتونو له لوري چارې روانې دي، د دې ډګر په ترمینل، د ترافیکو کنټرول ټاور، د الوتکو تم ځای، برښنا پلانټ، د اوبو ټاور او د موټرونو تم ځای باید اوس مهال کار روان دی، مونږ هیله مند یو، چې د خوست شریف ولس ته د همدې ډګر د پرانیستې مراسم ونیسو.»

د خوست ملکي هوايي ډګر آمر عبدلصمد تڼیوال اطلاعات روز ته وویل، چې د دې پروژې چارې په نړیوالو معیارونو ترسره شوې، چې امکانات یې هم د نړیوالو ډګرونو په څېر ورته برابر شوي دي.

تڼیوال زیاته کړه، چې د خوست ملکي هوايي ډګر ته د غځېدلي سړک د پخېدو چارې هم پیل شوې، چې تر ډېره یې کارونه سرته رسېدلي دي.

نوموړي زیاته کړه: «دغه هوايي ډګر چې په خوست کې جوړ شوی او پرانیسته به یې وشي، په نړیوالو معیارونو ورته اړونده برخې رغول شوې دي، ترمینل یې د مسافرو د انتظار خونې او همدا رانګه ټولې چارې یې په ډېر ښه کیفیت سره ترسره شوې دي.»

د خوست د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسوولین وایي، چې د ملي سوداګرو پر وړاندې لوی خنډونه امنیتي او د لارې خرابوال دی، چې نشي کولی په دې ولایت کې زیاته پانګونه وکړي.

په همدې حال کې به د خوست د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسوولین هم د دې ډګر فعالېدل د سوداګرۍ د لا پرمختیا لپاره اړین ګام بولي او وايي، چې په دې سره به نه یوازې د خوست بلکې د ډیورڼد پورې غاړې قبایلي سیمو د خلکو لپاره هم مثبت تمام شي.

د دې خونې رییس نواب امیرزي له اطلاعات روز سره په خبرو کې وویل، چې د ملي سوداګرو پر وړاندې لوی خنډونه امنیتي او د لارې خرابوال دی، چې نشي کولی په دې ولایت کې زیاته پانګونه وکړي.

هغه وویل: «خوست یوه ستراتیژیکه ساحه لري، مونږ به د هوايي ډګرله لارې نه یوازې زمونږ د خوست د سوداګرو ستونزې هوارې شي، بلکې د دې ترڅنګ مونږ له پاکستان سره په دیورڼد فرضي کرښه هم له خلکو سره راکړه ورکړه لرو، چې دا به هم په اقتصاد او د سوداګرو د پانګې په ساتنه کې مهم رول ولري او هغه تولیدات چې مونږ یې په خوست کې لرو، لکه چارمغز او جلغوزي دا به هم په مستقیم ډول بهر ته د خرڅلاو لپاره استول کیږي.»

د خوست ملکي هوايي ډګر آمر عبدلصمد تڼیوال اطلاعات روز ته وویل، چې د دې پروژې چارې په نړیوالو معیارونو ترسره شوې، چې امکانات یې هم د نړیوالو ډګرونو په څېر ورته برابر شوي دي.

که څه هم په خوست کې ولایتي چارواکي او د هوايي ډګر مسولین د ترسره شویو چارو کیفیت معیاري بولي، خو بل پلو بیا د دې ولایت د ولایتي شورا ځینې غړي وايي، چې په همدې ډګر کې ځینې چارې په غیر معیاري ډول ترسره شوې او په بیا رغولو یې ټینګار کوي.

د ولایتي شورا غړی کفیل ریحان اطلاعات روز ته وویل، د دې ډګر شاخوا د اوبو ویالې د اورښتونو پرمهال تخریب شوې او که یې بیا رغونه ونه شي، نو د هوايي ډګر اړونده برخې به نورې هم زیانمنې شي.

هغه زیاته کړه: «مونږ پخوا هم په دې ټینګار کړی و، چې د دې هوايي میدان ځینې کارونه نیمګړي دي او د اړونده مسوولینو د بېغورۍ له امله به نور هم تخریب شي، مثلا د ډګر اړونده کومې د اوبو ویالې چې تېرې شوې هغه د زیاتو اورښتونو له امله له منځه وړل شوې او شاخوا برخې یې هم تخریب شوې دي، زمونږ بیا هم په چارواکو دا غږ دی، چې په شرکت باندې فشار راوړي، تر څو د ترخیب شوي برخو بیا رغونه وکړي.»

اوس مهال په افغانستان کې له څلورو هوايي ډګرونو کابل، قندهار، هرات او مزار شریف څخه نړیوال پروزاونه لري او خوست به په همدې لېست کې پنځم ځای خپل کړي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه