د ننګرهار ولایتي مسوولین وایي، د دې ولایت مرکز جلال اباد ښار کې ملي امنیت د انسان تښتوونکو د یو بانډ مشر نیولی دی.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي نن (یکشنبه،۲۵لړم) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، د ملي امنیت ځواکونو په جلال اباد ښار کې د عملیاتو پر مهال دې ولایت کې د انسان تښتوونکو د باڼد مشر «اسلم» نیولی دی.
د ښاغلي خوږیاڼي په وینا، نوموړی په لسګونه اختطافونو کې په لاس لرلو تورن دی. هغه زیاته کړه: «ملي امنیت جلال اباد ښار کې عملیات کړي چې پر مهال یې د انسان تښتوونکو د بانډ مشر اسلم نیول شوی دی.»
د ننګرهار والي ضیاالحق امرخیل هم په خپله فیسبوک پاڼه د ملي امنیت ځواکونو میړانه ستایلې او دا یې یوه لویه لاسته راوړنه ګڼلې ده.
