د لغمان اوسېدونکي: طالبانو د ولایت سقوط لپاره خبرداری راکړی چې له کورونو ووځو

خبریال: جان اغا صالح

د لغمان د الینګار ولسوالۍ اوسیدونکي وایي، وسله والو طالبانو ورته خبرداری ورکړی چې له کورونو ووځي.

په لغمان کې د وسله والو طالبانو او افغان ځواکونو له تیرو څو ورځو سختو جګړو وروسته چې پرمهال یې د دولت شاه ولسوالۍ هم د وسله والو طالبانو لاسته ولوېده. تازه بیا طالبانو د لغمان د الینګار ولسوالۍ اوسیدونکو ته ګواښ کړی، چې له خپلو کورونو ووځي، چې ګوندې دوی د ولایت پرمقام او پر نورو امنیتي پوستو د حملې پلان لري.

د الینګار ولسوالۍ د کبیلې سیمې اوسیدونکي اسمعیل اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، څو ورځې وړاندې یې وسله وال طالبان کلي ته راغلل او ټولو خلکو ته یې ویلي، چې د ځان خوندي ساتلو په موخه دې خپل کورونه پریږدي او نورو ځایونه ته دې کډه شي.

هغه وایي، د ده په ګډون یې لسګونه کلیوال او د ولسوالۍ نورو اوسیدونکي اړ شول، چې مرکز مهترلام ته کډه شي. نوموړی دغه راز وایي، د جګړو له امله ټول بې ځایه شوې کورنۍ اوسمهال د ښار په کرایه کورونو او ځیني یې په خیمو کې خپل په سختو شرایطو کې خپل ژوند تیروي.

د الینګار ولسوالۍ د کبیلې سیمې اوسیدونکی اسمعیل وایي، څو ورځې وړاندې یې وسله وال طالبان کلي ته راغلل او ټولو خلکو ته یې ویلي، چې د ځان خوندي ساتلو په موخه دې خپل کورونه پریږدي او نورو ځایونه ته دې کډه شي.

اسماعیل وویل: «دلته کلي ته طالبان راغلل او مونږ ټول کلیوال یې راټول کړو او بیا یې راته وویل، چې له دې ځایه مو کورونه یوسئ، چې مونږه جګړه کوو او پلان لرو په ولایت هم حمله وکړو، نو مجبور شول خلک چې کورونه پریږدي او مهترلام ته کډه شي، دلته ډېرو ستونزو سره مخ یو.»

د پروېز په نامه یو بل کس چې د خپلې کورنۍ له شلو غړو سره مرکز مهترلام ته کډه شوی وایي، خلک له ستونزو سره مخ دي، خو حکومت یې ستونزو ته رسیدنه نه کوي. پروېز زیاته کړه: «کورونه مو ډک پاتې شول، فصلونه مو تازه راټول کړي وو او دلته مرکز کې کرایه کورو کې اوسیږو، له حکومت د مرستې غوښتنه کوو چې باید پام وکړي.»

په همدې حال د لغمان د الینګار قاضي حبیب الرحمن مومند اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، د ولسوالۍ پر یو شمیر پوستو یې وسله والو طالبانو لارې بندې کړي، خو ځايي خلکو ته له کورونو د وسله والو طالبانو د ګواښ په اړه څه ونه ویل. ولسوال همداراز اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل، د الینګار په ولسوالۍ کې د وسله والو او قومي مشرانو ترمنځ شوی ۳۰ ورځنی اوربند طالبانو مات کړی او بیا یې جګړو ته زور ورکړی دی.

د الینګار ولسوال وایي، د الینګار په ولسوالۍ کې د وسله والو او قومي مشرانو ترمنځ شوی ۳۰ ورځنی اوربند طالبانو مات کړی او بیا یې جګړو ته زور ورکړی دی.

ولسوال وویل: «طالبانو الینګار کې د خلکو په خاطر د یو میاشتې لپاره اوربند کړی و، چې خلک فصلونه راټول کړي، نو تیره ورځ قومي مشران ولسوالۍ ته راغلي وو او ماته یي وویل، طالبانو خپل اوربند مات کړی او طالب مشرانو خپلو جنګیالو ته ویلي، چې تاسې د اوربند کولو حق نه لرې.»

اخوا ختیځ کې د ملي اردو چارواکي وایي، لغمان کې یې وسله وال طالبان ځپلې او پر وړاندې یې عملیات دوام لري. د ۲۰۱ سیلاب قول اردو مرستیال ویاند سید مقصود صاحبزاده اطلاعات روز ته وویل، د یادو عملیاتو پرمهال یې طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده. صاحبزاده زیاتوي: «لغمان کې د وسله والو طالبانو پرضد عملیات روان دی، درنه مرګ ژوبله وراوښتې او عملیات لاهم جریان لري تر څو امنیت ټینګ شي.»

خو د طالبانو یو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا اطلاعات روز ته په استول شوي پیغام کې، که څه هم د دوی له خوا خلکو ته له کورونو د وتلو او سر خوندیتوب ویلو په اړه څه نه وایي، خو وایي چې دولت شاه ولسوالۍ يې په ولکه کې ده او هم یې په الینګار او الیشنګ ولسوالیو کې د امنیتي ځواکونو ګڼي پوستې له جګړې پرته نیولي دي. ښاغلي مجاهد زیاته کړه، چې په نورو سیمو کې یې هم ورته اقدامات پیل کړي څو امنیتي پوستې له جګړې پرته او د جوړجاړي له مخې په خپلې ولکه کې راولي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد خلکو ته له کورونو د وتلو خبرداري په اړه څه و نه ویل، خو وایي چې دولت شاه ولسوالي یې لا هم ولکه کې ده او هڅه کوي چې نور هم مخکې لاړ شي.

په همدې حال کې تازه سمونوال لطف الله کامران د الله داد فدايي پر ځای د لغمان امنيه قوماندان ټاکل شوی. هڅه مو وکړه چې د لغمان ولایت مقام او امنیه قوماندانۍ سره هم د لغمان پر امنیتي وضعیت خبرې وکړو، خو زموږ پرلپسې اړیکې یې ځواب نه کړې.

د هېواد په ختیځ کې لغمان ولایت له تېرې څه مودې راهیسې د دولتي ځواکونو او طالبانو د بریدونو شاهد دی. د دې ولایت الینګار ولسوالۍ کې تر لسو ډېرې امنیتي پوستې د طالبانو لاس ته ورغلي دي. د ځایي سرچینو په وینا، دولتي ځواکونو دغه پوستې د ځایي ولسي مشرانو په منځګړیتوب، طالبانو ته ورپریښې دي.

اخوا بیا دولت شاه د دې ولایت هغه ولسوالي ده چې تېره پنجشنبه (۳۰ د غویي) طالبان سقوط کړه او لا هم د طالبان په ولکه کې ده. د دې ولسوالۍ له سقوط وروسته د هېواد ملي دفاع وزارت وویلې، چې دغه ولسوالۍ نسکوره شوې نه ده، بلکې ځواکونو یې لنډمهال او تاکتیکي شا تګ کړی دی. د دې وزارت ویاند روح الله احمدزي په یوې خپره کړې ویډیو کې وویلې، چې دغې ولسوالۍ ته یې تازه دمي سرتیري ورغلي او پر وسله والو طالبانو به خپل بریدونه پیل کړي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه