پکتیکا کې امنیتي ځواکونو ته په وسله والو طالبانو د تعرضي بریدونو امر شوی

خبریال: حبیب الله سراب

وړمه ورځ ناوخته (شنبه، ۱ غبرګولی) د پکتیکا ولایت ولایتي او امنیتي چارواکو د خبري ناستې پر مهال افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته امر وکړ، چې د افغان دولت د مخالفو وسله والو ډلو د ځپلو په موخه چاڼیز عملیات پیل کړي، دوی دا اقدام په داسې مهال کوي، چې په دې وروستیو کې د پکتیکا په مرکز او ځینو ولسوالیو کې وسله والو طالبانو د امنیتي ځواکونو پر وړاندې بریدونو ته زور ورکړی دی.

د پکتیکا والي مجیب الرحمان څمکنی وايي، د وسله والو طالبانو له لوري په روژې میاشت کې د ولسوالیو او ځینو سیمو د نیولو هڅې وشوې، خو امنیتي ځواکونو یې مخه ونیوله او  د هغوی جنګیالیو ته یې درانه تلفات هم واړول.

نوموړی زیاتوي، چې طالبانو د افغان ځواکونو له دفاعي حالت څخه په ناوړه استفادې مجبور شول، چې ټولو امنیتي ارګانونو ته له دفاعي حالت څخه تعرضي حالت پیل امر وکړي.

د پکتیکا والي مجیب الرحمان څمکنی وايي: «زمونږ زړورو امنیتي ځواکونو دا خلکو او نړیوالو ته څرګنده کړه، چې دوی کولی شي، په دفاعي حالت کې هم له خپلې خاورې او ولس څخه ساتنه وکړي، مخالفینو په روژې میاشت کې هغه ټوله هڅه وکړه، چې په توان کې یې و او غوښتل یې زمونږ ولسوالۍ او امنیتي پوستې ونیسي، خو د دې هدف پر ځای یې پکې درانه تلفات ولیدل. نن مونږ ټولو امنیتي ځواکونو ته لارښوونه وکړه، چې نور له دفاعي حالت څخه باید تېر شي او په مخالفینو خپلو عملیاتو ته دوام ورکړي.»

د پکتیکا والي مجیب الرحمن څمکنی وایي، طالبانو د افغان ځواکونو له دفاعي حالت څخه په ناوړه استفادې مجبور شول، چې ټولو امنیتي ارګانونو ته له دفاعي حالت څخه تعرضي حالت پیل امر وکړي.

ښاغلی څمکني وویل، چې پکتیکا کې د زیاترو وسله والو ډلو مشري پاکستاني جنګیالي کوي او له فرضي کرښې دې غاړې ته افغان طالبانو ته د عامه تاسیساتو او بریدونو لارښوونه کوي.

نوموړی له خلکو غوښتنه کوي، چې د ملکي مرګ ژوبلې او نورو ورانکاریو د مخنیوي لپاره دې له افغان ځواکونو سره همکاري وکړي.

ښاغلي څمکني وویل: «مونږ د سروضې په عملیاتو کې د دښمن هغه مهم غړي له منځه یوړول شي، چې پکتیکا تر څنګ یې په غزني کې هم خپلو کسانو ته مالي ملاتړ ورکاوه، د دې سربېره مونږ په مرکز ښرنه کې، ارګون او ځینو نورو سیمو کې هم مخالفینو ته سختې زربې ورکړې او امنیتي ځواکونه په دې وتوانېدل چې پلانونه یې له منځه یوسي.»

په همدې حال کې بیا د پکتیکا لپاره نوی ټاکلی شوی امنیه قومندان مل پاسوال ولي جان سرحدي پکتیکاوالو ته ډاډ ورکړ، چې د کار لومړیتوب به یې په امنیتي لیکو کې اصلاحات، د فساد مخنیوی او د وسله والو طالبانو د هدفي او چریکي بریدونو مخه نیول وي.

سرحدي زیاته کړه، چې د دې ولایت د امنیت تامین لپاره به لاکوټلي ګامونه اخلي او د امنیتي ارګانونو ترمنځ به همغږي رامنځته کوي.

هغه وویل: «زه د پکتیکا درانه ولس ته دا ډاډ ورکوم، چې زما د کار لومړی اقدام همدا دی، چې په امنیتي لیکو کې به فساد او د اړیکو پاللو دود ختموم، هغه شکایتونه چې د پکتیکا خلکو د هدفي بریدونو او غلاو څخه کول د دې مخنیوي لپاره به هم پلان جوړوم او هم به له خپلو نورو امنیتي ارګانونو سره ښه همغږي رامنځته کوم.»

ښاغلی څمکني وویل، چې پکتیکا کې د زیاترو وسله والو ډلو مشري پاکستاني جنګیالي کوي او له فرضي کرښې دې غاړې ته افغان طالبانو ته د عامه تاسیساتو او بریدونو لارښوونه کوي.

د پکتیکا ولایت اوسیدونکي د نا امنیو په ډېرېدو اندېښمن دي او غوښتنه کوي، چې د جګړې ښکېلې غاړې دې د ملکي وګړو ژوند ته پام وکړي.

د دې ولایت اوسېدونکی قاري کبیر طالاعات روز سره په خبرو کې وویل، چې په سروضه، زرغون شهر او ارګون ولسوالیو کې د طالبانو جګړو زور اخیستی، چې له امله یې خلک له ګڼو ستونزو سره مخ دي او ځینې خلک د خپلو مېلو پېښودلو ته اړ شوي دي.

نوموړی زیاتوي: «له کله نه چې د پکتیکا پخوانی امنیه قومندان بدل شوی، د پکتیکا امنیتي وضعیت ورځ تر بلې خرابېږي، نو زمونږ هیله دا ده، چې د جګړو زیاتېدو مخه باید ونیول شي او په ښرنې ښار کې غلاوې او د قومي مشرانو هدفي وژل کېدو مخه دې ونیول شي او بله غوښتنه د ولس دا دی، چې طالبان او حکومت دواړه باید د جګړې پر مهال د ملکي خلو ژوند ته پام وکړي.»

د مرکز ښرنې ښار اوسېدونکی عبدالرحمان هم د جګړو په شدت اندېښمن دی او وايي، په ښار کې د هدفي بریدونو، غلاوو او نورو امنیتي پېښو له امله ښاریان له ستونزو سره مخ شوي دي، نوموړی له امنیتي ادارو غوښتنه کوي، چې د پکتیکا امنیتي وضعیت سمون لپاره هڅې وکړي.

هغه وايي: «دلته په ښرنه کې خپلسري وسله وال ګرځي، چې دې هم غلاو او هدفي بریدونو ته زمینه برابره کړې ده، نو امنیتي ادارې باید د غلاو او نورو جنايي پېښو د مخنیوي لپاره هڅې وکړي، ولس ټول له امنیتي ځواکونو سره دی، خو هغوی هم باید خپلو مسولیتونو ته پام وکړي.»

پکتیکا له ګاوندي پاکستان سره په ډېورنډ فرضي کرښه پروت هغه ولایت دی، چې لایې هم د زیاتو ولسوالیو لویې لارې له مرکز ښرنې سره تړل شوې او هلته افغان ځواکونو ته د هوا له لارې اکمالات کیږي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه