اطلاعات روز: د نورستان ولایتي چارواکي وایي، دې ولایت ته له کوچني اختر وروسته یوه اونۍ کې شاوخوا ٧٠٠٠ سیلانیان د ې ولایت ته ورغلي دي.
د نورستان والي حافظ عبدالقیوم اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، هڅې یې پیل کړي، چې سیلانیانو ته لازمې اسانتیاوې برابرې کړي، چې په دې موخه یې د ۸ هوټلونو د جوړیدو چارې پیل کړي چې نیږدې راتلوونکې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
هغه وایې، په همدې موخه یې ٢٣ کیلومټره سړک پخولو کار جریان لري او د ٢٠ کیلومټره نور سړک تدارکاتي چارې بشپړې شوي دي.
حافظ عبدالقیوم زیاته کړه: «له کوچني اختر وروسته نورستان ته د خلکو تګ زیات شوی شاوخوا ۷۰۰۰ خلک به له اختر وروسته راغلي وي، مونږ هم هڅه کوو خلکو ته اسانتیاوې برابرې کړو دلته مو په هوټلونو کار پیل کړی چې نیږدې وخت کې به یې چارې بشپړې شي.»
نورستان ته وروسته له هغې د سیلانیانو پام ورواوښت چې د چاپیریال ساتنې ادارې د هیواد ملي پارک او د وحشي ژویو خوندي ساتنځای اعلان کړ.
د نورستان والي حافظ عبدالقیوم چې له دویم ځل لپاره د دې ولایت د والي په توګه ګمارل شوی ویلي، چې دغه ولایت ته د غځېدلې لارې پخول یې په لومړیتوبونو کې دی.
والي زیاتوي، چې دغه راز به راتلونکی کال په نورستان کې د ۹۸ انکشافي پروژو د ابادۍ چارې پیل شي، چې په دغو پروژو کې ۱۴ هغه یې په مرکز پارون او پاتې نورې یې د ولسوالیو لپاره پلان شوې دي.
