اطلاعات روز: تېره شپه ناوخته (دوشنبه، ۲۷ د غویي) د خوست ولايت په مرکز متون اړوند «درش» سيمه کې د شخصي دښمنۍ له امله د يو ماشوم په ګډون څلور کسان وژل شوي دي او يو بل يې ټپي دی.
د خوست د پوليسو وياند نجيب الله نجيب اطلاعات روز ته وويل، چې د پېښې قربانيان د دريو کورنيو غړي دي، چې يو پکې ماشوم هم دی.
د نوموړي په وينا چې په وژل شويو کې يې يو تن شخصي دښمني درلوده. هغه زياتوي، چې د پېښې په اړه يې څېړنه پيل کړې، چې مالومه کړي، دا پېښه د څه له امله رامنځته شوې ده.
د سيمې خلک بيا وايي، چې وژل شوي کسان په يو کور کې د نيول شويو مراسمو له پای ته رسېدو وروسته د خپلو کورونو پر لوري روان و.
خوست د هېواد په سوېل ختیځ کې یو له هغو ولایتونو دی چې ورته پېښې په کې ډېرې رامنځته کیږي.
