اطلاعات روز: د لوګر یوه امنیتي سرچینه وایي، د دې ولایت په برکي برک ولسوالۍ کې د ملکيانو پر یو کور هاوان لګېدلی، چې درې تنه یې وژلي او شپږ نور ټپيان شوي دي.
په لوګر کې دغې امنيتي سرچينې اطلاعات روز ته وويل، چې تېر ماښام (یکشنبه، ۲۶ د غویي) د دې ولايت برکي برک ولسوالي اړوند «لغټک» سيمه کې د ملکي وګړو په يو کور د هاوان مرمۍ لګېدلې، چې د ښځو او ماشومانو په ګډون په کې درې کسان وژل شوي او ۶ نور ټپيان دي.
تر اوسه لا نه ده مالومه، چې دا هاوان مرمۍ د کومې وسله والې ډلې له خوا توغول شوې دی.
د پېښې مسووليت هم کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.
