اطلاعات روز: د هېواد ټولګټو وزارت وایي، له چین سره د افغانستان نښلېدونکي سړک رغنیزې چارې په چټکۍ روانې او تر دې دمه یې ۱۵ سلنه پرمختګ کړی دی.
د ټولګټو وزارت نن (سه شنبه، ۲۱ د غویي) په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه سړک کابو د چین هېواد سرحدي نقطې ته رسیږي او اوس یې یوازې د جغلي سړک چارې روانې دي.
خبرپانه کې راغلي: « دا جغلي سړک چې ۴۹.۷ کیلومتره اوږدوالی لري، د بدخشان ولایت د پامیر له بزهای ګُنبد خورد سیمې څخه پیل او د واخان ولسوالۍ تر پای پورې چې کابو د چین هیواد سرحدي نقطې ته رسیږي غځيدلی، د دې سړک رغنیزې چارې ۱۵ سلنه پرمختګ لري.»
یاد وزارت وایي، دغه سړک چې د افغانستان دولت له راتلونکي پلان سره سم د واخان کوريډور برخه جوړوي، پر مټ به يې افغانستان د سیمه ییز نښلون اقتصاد محوره سیاست ته څو ګامه نور هم ورنږدې کړي.
د دې وزارت د مالوماتو له مخې، واخان د بدخشان یوه غرنۍ ولسوالي ده چې وړاندې تر دې په کې پر یاد لوري د موټرو د تګ راتګ لپاره لار نه وه خو ټولګټو وزارت اوس مهال پکې جغلي لار جوړوي تر څو له چین هېواد سره د نښلېدونکي اسفالټي سړک لپاره بنسټ شي.
د ټولګټو وزارت په وینا، دا جغلي سړک چې پرمټ به یې افغانستان او چین هیوادونه سره ونښلي، د څه باندې ۳۶۹ میلیون افغانیو په ارزښت د ټولګټو وزارت له خوا له ۲۲ سیمه ییزو شوراګانو سره تړون شوی، چې مالي لګښت یې د هیواد له ملي بودیجې څخه ورکول کیږي.
خبرپاڼه وایي: «واخان ولسوالۍ د بدخشان په لوړو څنډو کې پرته ده چې د حوا حالت یې د هیواد له نورو سیمو سره توپیر لري او له همدې کبله یې په ځینو سیمو کې چې سړه هوا او واوره لري کاري چارې ځنډنۍ خو په ځينو نورو کې چې هوا پکې متعدله ده کار جریان لري.»
یاد وزارت وایي، واخان کورېډور به نه یوازې د چین او افغانستان تر منځ لنډه لار وي چې خام مواد او تولیدات به یې له لارې تبادله کیږي، بلکې د واخان ملي پارک ته به هم د سیلانیانو په تګ راتګ کې مرسته وکړي.
