په یوه ورځ سوېل ختیځ زون کې ۷ تنه موخیزو بریدونو کې وژل شوي

اطلاعات روز: تېره ورځ (یکشنبه، ۱۹ د غویي) په سويل ختيځ زون کې د بېلابېلو هدفي بريدونو پر مهال اووه تنه ووژل شول او یو بل ټپي شو.

تېره ورځ مازديګر مهال نامالومو وسله والو د مرکز ګردېز اړوند لومړی امنيتي حوزې ته څېرمه د صمد «پکتين» په نوم په يو تن مدني فعال ډزې کړي، چې نوموړی لومړی ټپي او وروسته يې په روغتون کې ساه ورکړې ده.

د پکتيا د پوليسو وياند محمد لعل اميري هم پېښه تاييدوي او اطلاعات روز ته يې په خبرو کې وويل، چې پر نوموړي د ښار په داخل کې پخوانۍ قومنداني ته څېرمه ډزې شوې او په خبره يې چې بريد کوونکي د پېښې له ځايه په تېښته بريالي شوي دي.

د حوزوي روغتون د ډاکټرانو مشر اصيل خان ناصري د پکتين مړينه تاييدوي.

په همدې حال کې د لوګر امنيتي چارواکي وايي، پرون ناوخته د کابل-لوګر په لويه لاره د افغانستان بانک د استازولۍ مدير سيد «همايون» د لوګر په مرکز پل عالم اړوند تخت شاه «پخواب شانه» سيمه کې مخ پټو وسله والو هغه مهال ورباندې ډزې کړي، چې د مايع ګاز په شرکت کې يې ګاز اخيسته.

د لوګر د پوليسو وياند عادل حيدر اطلاعات روز ته په خبرو کې وويل، چې سعيدي لومړی ټپي او وروسته يې روغتون ته په لاره ساه ورکړې ده‌.

له دې پېښې څو شېبې وروسته يوې امنيتي سرچينې چې د نوم له څرګندولو يې ډډه کوله اطلاعات روز ته وويل، چې مازديګر ناوخته د کابل- ګردېز پر لويه لاره د لوګر ولايت اړوند «کلنګار» سيمه کې نامالومو وسله والو کسانو د پکتيکا د ملي امنيت د کارمندانو په موټر ډزې کړې، چې څلور کسان پکې وژل شوي او يو بل يې ټپي دی.

وروسته دا پېښه د لوګر د امنيه قومنداني مسوولينو هم تاييد کړه، خو دوی بيا په دې پېښه کې د يو تن د وژل کیدو او يو بل د ټپي کېدو خبر ورکړ.

خوست کې هم د هدفي بريد پر مهال د ملي امنيت يو سرتېری نامالومو وسله والو په ډزو وژلی.

د دې ولايت د ملي امنیت ریاست مطبوعاتي دفتر وايي، پېښه د ښار اړوند «دواخانو لین» کې د بې غږه توفنګچې په ذريعه رامنځته شوې، چې بريد کوونکي په تېښته بريالي شوي دي.

د يو بل خبر له مخې تېره ورځ د محلي اردو په ځانګړو عملياتو کې څلور وسله وال طالبان وژل شوي دي.

 په سويل ختيځ زون کې له ۲۰۳ تندر قول اردو څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې وسله والو طالبانو ته دا تلفات مازديګر مهال د پکتيکا ولايت د سروبي ولسوالي اړوند په «زامې» او «نوې قعله» سيمو کې د دوهمې لوا اړوند د سيمه ايزي اردو سرتېرو د ځانګړو عملياتو پرمهال څلور وسله وال طالبان وژلي دي.

خبرپاڼه زياتوي، چې د نښتې پر مهال امنيتي ځواکونو ته ځاني زيان ندی اوښتی او د دوی د راپور په اساس چې له وژل شويو طالبانو يوه عراده موټر او ځينې وسلې هم د امنيتي ځواکونو لاسته ورغلې دي.

په سويل ختيځ زون کې د تېرې ورځې هدفي بريدونو او وسله والو طالبانو ته د اووښتو تلفاتو په اړه د يادې ډلې له لوري تر اوسه څه ندي ويل شوي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه