ننګرهار کې د زده کوونکو لخوا د کابل پېښې غندل؛ «وسله وال نه یو، دوی دې پر ښوونځیو رحم وکړي»

اطلاعات روز: ننګرهار کې د ښوونځيو زده کوونکو د کابل لویدیځ دشت برچي سیمه کې د «سیدالشهدا» په نوم پر ښوونځي موټربم برید وغانده.

دغو زده کوونکو نن (یکشنبه، ۱۹ د غویي) په یو خبري کنفرانس کې د کابل په دشت برچي کې د ښوونځي پر زده کوونکو موټربم برید وغانده او پر ښکیلو خواوو یې غږ وکړ، چې د زده کړو مرکزونه دې خپل هدف نه ګرځوي.

دغو زده کوونکیو، چې عمرونه یې د اوو او پنځلسو کلونو تر منځ وو، وویل، هېواد کې وروستي امنیتي حالت خواشیني کړي او د دوی پر ژوند او زده کړو یې منفي سیوری غوړولی دی.

د خبري کنفرانس ګډونوال سید یوسف پر جګړه‌ییزو اړخونو غږ وکړ، چې نور دې په هېواد کې روانه جګړه پای ته ورسوي او د سولې او ټیکاو لپاره دې کار وکړي.

دغو زده کوونکیو، چې عمرونه یې د اوو او پنځلسو کلونو تر منځ وو، وویل، هېواد کې وروستي امنیتي حالت خواشیني کړي او د دوی پر ژوند او زده کړو یې منفي سیوری غوړولی دی.

د خبري ناستې یوې بلې ګډونوالې صحرا له وسله والو غوښتنه کوله، چې د زده کړو بنسټونه او زده کوونکي دې د خپلو بریدونو هدف نه ګرځوي او د دوی ژوند ته دې ځانګړی پام وکړي.

نوموړې زیاته کړه: «موږ سوله غواړو. نه غواړو په هېواد کې نور جنګ وشي. موږ له جنګ ستړي شوي یو. د کابل پېښې باندې خپه یو. حکومت دې یې قاتلینو ته سزا ورکړي، موږ د کابل په پېښې سخت خپه شو. موږ د جنګ نه یو. موږ وسله وال نه یو. دوی دې په مکتبونو رحم وکړي.»

دغو کوچنیو زده کوونکو له حکومت غوښتنه کوله، چې د کابل وروستۍ او نورو امنیتي پېښو عاملین دې قانون ته وسپاري او راتلونکي کې دې د دا وړ نورو پېښو مخنیوی وکړي.

دوی دا هم ویل، د حالاتو د لا خرابۍ په صورت کې هم خپلو زده کړو ته دوام ورکوي او هېڅ پېښه به یې له زده کړو منع نه شي کړی.

د کنفرانس ګډونوال یاسین وایي: «که چېرې وسله وال هر څومره ډېرې چاودنې وکړي. موږ له زده کړو نه منع کېږو او خپلو زده کړو ته دوام ورکوو. پرون چې په کابل کې په مکتب برید شوی دی، که دوی غواړي چې موږ به منع کړي، خو موږ له ښوونځي نه منع کېږو.»

دغو کوچنیو زده کوونکو له حکومت غوښتنه کوله، چې د کابل وروستۍ او نورو امنیتي پېښو عاملین دې قانون ته وسپاري او راتلونکي کې دې د دا وړ نورو پېښو مخنیوی وکړي.

دا د هېواد په کچه لومړی وار دی، چې کم عمره زده کوونکي د یوې خبري ناستې په شکل امنیتي پېښه غندي.

تېر ماښام د کابل په برچي سیمه کې د یوه ښوونځي سره نیږدې چاودنه کې له پنځوسو ډېر کسان وژل شوي او له سلو ډېر ژوبل دي.

د پېښې ډېری قربانیان زده کوونکي او ولسي وګړي دي.

د دې برید وژل شوي نن د کابل لویدیځ کې د «چهل دختران» او «قورغ» غرونو لمنو کې خاورو ته وسپارل شول. په وژل شویو کې داسې کسان هم ول چې هویت یې څرګند نه شو او دغه راز د ډېرو نورو وارثین پیدا نه شول او د نورو له خوا په همدې ټولیزو قبرونو کې خښ شول.

تر اوسه د دغې پېښې مسوولیت کوم چا یا ډلې نه دی منلی او وسله والو طالبانو په کې لاس لرل رد کړي دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه