اطلاعات روز: د ارزګان ولایتي چارواکي وایي، د دې ولایت د مرکز ترینکوټ اړوند یوې کمربندي پوسته کې د طالبانو یو نفوذي کس خپل څلور ملګري وژلي دي.
د ارزګان والي محمدعمر شېرزاد په یو غږیز کليپ کې وایي، چې دغه پېښه تېره شپه (شنبه، ۱۸ د غویي) رامنځته شوې ده.
ښاغلی عمر وایي، نوموړي نفوذي د خپلو ملګرو له وژلو او مقاومت وروسته، د یو ملګري په مرسته یو هاموې ټانګ او یو رنجر موټر ځان سره یوړل، خو په وینا یې چې د ځواکونو هوایي برید کې له خپلو څلورو نورو ملګرو سره ووژل شو.
د ارزګان والي زیاتوي: « خوشبختانه بیا له نیم ساعت وروسته زموږ د هوایي ځواکونو تر هوایي برید لاندې راځي، دی له څلور نورو ملګرو طالبانو چې نوموړي سره همغږي ول، دغه هاموې ټانګ او رنجر موټر د دوی ټولو سره په هوایي برید کې له منځه ځي او ټول وژل کیږي او په هغې پوسته کې بېرته زموږ نور قوتونه او پولیس ځای پر ځای کیږي.»
دا لومړی ځل نه دی، چې د طالبانو نفوذي کسان دولتي ځواکونو ته مرګ – ژوبله اړوي، بلکې له دې پخوا هم ورته پېښو له دولتي ځواکونو قربانۍ اخیستې دي.
