د کابل لویدیځ کې د سیدالشهدا پر ښوونځي برید ۳۰ ووژل او ۵۲ یې ټپیان کړل

اطلاعات روز: کورنیو چارو وزارت وایي، د کابل ښار دیارلسمې امنیتي حوزې اړوند د یو ښوونځي پر وړاندې چاودنې له ۳۰ ډېر ووژل او ۵۲ نور یې ټپيان کړل.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې د دې پېښې ټول قربانیان ملکیان او په ځانګړي ډول زده کوونکي دي. د هغه په وینا د قربانیانو شمېره لومړنۍ ده او د ډېرېدو امکان یې شته ده.

ښاغلي ارین دغه راز وویل چې دا برید لکه د نورو بریدونو له هغې ډلې پر کوثر دانش کورس، موعود کورس، پر کابل پوهنتون برید او لوګر ولایت کې پر زده کوونکو برید ښیي چې دا ټول سره ورته والی لري. د هغه په وینا، نننی برید د طالبانو کار دی.

نن (شنبه، ۱۸ د غویي) له غرمې وروسته شاوخوا ۴:۳۰ دقیقې د کابل دیارلسمې امنیتي حوزې اړوند سیدالشهدا ښوونځي ته نږدې عیني شاهدانو د دریو بریدونو خبر ورکړ. خو کورنیو چارو وزارت بیا یوازې یوه چاودنه تایید کړې ده.

د کورنیو چارو وزارت اطلاعات روز ته وایي، له دې امله چې لومړیو کې د زده کوونکو کورنیو د څېړنې اجازه ور نه کړه، د چاودنې نوعیت څرګند نه دی.

د سیدالشهدا ښوونځي سرمعلم علي خان احساني اطلاعات روز ته وایي، چې لومړی له چاودېدونکو توکو ډک یو کرولا ډوله موټر ښوونځي ته نږدې د یو کلینیک دروازه کې چاودنه وکړه او په هغې پسې دوه نورې چاودنې د ځای پر ځای شویو ماینونو له امله وې چې د زده کوونکو د تېښتې پر مهال وې.

کومې ډلې یا چا د دې برید مسوولیت نه دی منلی.

طالبانو ډلې په دې برید کې خپل لاس لرل رد کړي دي.

غبرګونونه

ولسمشر غني د دې برید پړه پر طالبانو اچوي او ویلې یې دي چې دا ډله د نامشروع جنګ او تاوتریخوالي په سختولو سره نه یوازې دا چې د اوسني کړکېچن حالت په سوله ییزه او بنسټیزه ډول تمایل نه لري، بلکې د حالت په پیچلي کولو سره سولې ته غوړېدلی حالت سبوتاژ کوي.

د ولسمشر دویم مرستیال هم دا برید طالبانو ته نسبت کړی او ویلي یې دي: «دا وحشیانه او انسان ضد عمل له شک پرته چې د بشریت ضد جنایت ښکاره تصدیق دی. ځکه چې په ښکاره ډول د ترهګرو موخه ځانګړی قوم او ځانګړی باور دی او دا ناورین د نسل وژنې او د یوې ټولنیز کتلې د له منځه وړلو لپاره شوی دی.»

ښاغلي دانش له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د طالبانو مشران بیاځلي په تور لیست کې او د سختو تحریمونو لاندې یې ونیسي.

د ملي پخلاینې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله د دې برید په محکومولو سره هغه «تروریستي، نه بښونکی، نه منونکی او ظالمانه» یاد کړی دی.

افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان مرستندویه دفتر (یوناما) د دې برید له رامنځته کېدو سخته نیوکه کړې او دا یې بې رحمانه ګڼلی دی.

افغانستان کې د ناټو ملکی استازی استیفانو پونتیکورو په یو ټویټ کې دا برید ناځوانمردانه او د افغانستان خلکو پر وړاندې یاد کړی دی؛ د هغه خلکو چې د هغه په وینا، په یاد به یې راوړي چې څوک د نه منلو تر کچې تاوتریخوالی ساتي او دا ډول ګامونو اخیستو ته شرایط برابروي.

د افغانستان مخکینی ولسمشر حامد کرزي هم دا برید محکوم کړی او ژر تر ژره د بین الافغاني مذاکراتو پیلیدو غوښتونکی شوی دی څو د هغه په وینا په هېواد کې د تاوتریخوالي کچه کمه شي.

د افغانستان بشر حقونو خپلواک کمېسیون مشره شهرزاد اکبر هم په یو ټوېټ کې د دې برید په محکومولو سره پر ملکیانو د ژر تر ژره بریدونو ودرېدو غوښتونکې شوې ده.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه