محب: طالبانو د دولت نیولو لپاره پر اوو ولایتونو بریدونه وکړل، خو بریالي نه شول

اطلاعات روز: د افغانستان ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب وایي، وسله والو طالبانو د هېواد پر اوو ولایتونو د دې لپاره چې دولت ونیسي، بریدونه وکړل، خو په وینا یې چې ناکامه شول.

د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب دغه څرګندونې نن (شنبه، ۱۸ د غویي) د لوړپوړو امنیتي چارواکو په غونډه کې وویل، طالبان چې هر ځای ته سقوط ورکوي، بېرته یې دولت نیسي او ډېره مرګ – ژوبله هغوی ته وراوړي.

ښاغلي محب زیاته کړه: «طالبان کولی شي چې د برښنا څو پایو، جوماتونو، ښوونځيو او عامه ځایونو ته چاودنې ورکړي، خو دا چې وغواړي دولت ونیسي، په دې وروستیو کې یې پر اوو ولایتونو بریدونه وکړل، خو امنیتي او دفاعي ځواکونو مات کړل. هر ځای چې سقوط کړي، دولت بیاځلي سیمه نیسي او زیاته مرګ – ژوبله طالبانو ته اوړي.»

حمدالله محب دغه راز وایي، طالبانو ډله ځکه لا هم جګړه غځوي چې په وینا یې سوله کې خپلې ګټې نه ویني. نوموړي همدارنګه وویل، چې د طالبانو جګړې په ملي او نړیواله کچه خپل مشروعیت بایللی دی.

هغه زیاته کړه: «په ملي او نړیواله کچه ټول په دې متحد دي، چې دلته د طالبانو دغه اوسنی جنګ هېڅ نوعه مشروعیت نه لري. دوی که ځانته دیني مشروعیت ورکوي خو نړیواله ټولنه او عالمان په دې کې ورسره مخالف دي.»

ښاغلي محب دغه راز وویل، چې طالبان د قدرت لپاره په جګړه بوخت دي او غواړي د زور له لارې واکمن شي. د ده په وینا چې دغه ډله په جګړه کې خپلې ګټې ویني.

نوموړي زیاته کړه: «د طالبانو ګټه په جنګ کې ده. طالب په سوله کې ګټه نه کوي، په سوله کې ځان ناکام ګڼي. په همدې دلیل غواړي چې جنګ ته دوام ورکړي او مهمه خبره دا ده چې د دوی «بادارانو» یې دوی ته اجازه هم نه ده ورکړې چې د سولې په اړه دې خبرې وکړي.»

په ورته مهال د ملي دفاع وزارت لوی درستیز جنرال یاسین ضیا په همدې خبري ناسته کې په هېواد کې وروستیو ناامنیو ته په اشارې وایي چې طالبان یې په ځینو سیمو کې بېرته په شا تمبولي او شاوخوا زرو تنو ته یې مرګ – ژوبله اړولې.

ښاغلی ضیا وایي: «څو وروستیو ورځو کې جګړې زور اخیستی، هغو ولایتونو کې چې جګړه سخته شوې کندهار، هلمند، غزني، بغلان، فراه او هرات دي. د دښمن تلفات نږدې زر تنه مرګ – ژوبله ده. په دې منځ کې یې څو کلیدي رهبران هم ووژل شول، یو له دوی چې له القاعده شبکې سره یې اړیکې درلوده او له پاکستانه یې د بمونو انجنیران راوستل، تېره شپه عملیاتو کې ووژل شو، نوم یې «سنایي» دی.»

یاسین ضیا وایي، دغې ډلې چې په ځینو سیمو او په ځانګړي ډول ځینو لایو لارو کې کومه وېره خپره کړې وه، دوی په همدې سیمو کې ضربه خوړلې ده. د ده په وینا کومو سیمو کې چې وسله والو طالبانو ولکه کړې وه، پرون یې بېرته نیونې پیل شوي دي.

نوموړي زیاته کړه په سیمه کې د وسله والو ځینې جسدونه سره شته اسناد ښیي چې په دې سیمو کې القاعده فعاله ده.

د ده په وینا چې افغان ځواکونه اوسمهال تعرضي حالت کې دي، خو په وینا یې چې د ملکي تلفاتو مرګ ژوبلې په پار یې هم عملیات پڅ دي او هم له همدې امله یې تلفات زیات دي.

نوموړي طالبانو ته اړوند پر ټولنیزو شبکو وروستۍ خپره شوې ویډیو په اړه ادعا کوي چې دغه ډله د خلکو له کورونو پر افغان ځواکونو بریدونه کوي.

خو طالبانو ډلې که څه هم د ملي امنیت شورا سلاکار او لوی درستیزوال دې وروستیو څرګندونو ته غبرګونه نه دی ښودلی، خو په کورونو کې د پټېدو ادعا په رد سره، ادعا کوي چې دولتي ځواکونه د خلکو له کورونو د مورچلو په توګه کار اخلي.

دغه راز دوی د هېواد په څو ولایتونو کې وروستیو جګړو کې له خپل اړخه افغان ځواکونو ته د درنې مرګ ژوبلې اړولو ادعا کوي. د دې ډلې ویاندویانو په یو لړ ټوېټونو کې، په بېلابېلو ولایتونو کې لسګونه ځواکونو ته د مرګ – ژوبلې خبره کړې ده.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه