وسله والو طالبانو د پکتیا په ۱۴ ولسوالیو کې د کرونا واکسین ټول سایټونه بند کړي دي

حبیب الله سراب

د پکتیا ولایت د عامې روغتیا ریاست مسوولین وايي، وسله والو طالبانو د پکتیا په ۱۴ ولسوالیو کې خلکو ته د کرونا واکیسن له ورکړې سره مخالفت کړی او اجازه نه ورکوي، چې هلته دې دا واکسین تطبیق شي.

د دوی په وینا چې له ولسوالیو هم زیات شمېر خلک د واکسین لپاره مرکز ګردېز ته راځي.

پکتیا کې د کرونا ضد واکسین لپاره ټول ۲۱ مرکزونه ځانکړي شوي، خو له دې جملې یې یوازې ۵ فعال دي او پاتې نور یې د وسله والو طالبانو له لوري تړل شوي دي.

د عامې روغتیا ریاست مسولین وايي، تر دې دمه یې له امنیتي کسانو پرته شاوخوا ۴۰۰۰ کسانو ته د کرونا واکسین ورکړی، چې دا ټول په مرکز ګردېز کې واکسین شوي دي.

د پکتیا د روغتیا ریس ډاکټر ولایت خان احمدزي اطلاعات روز ته وویل، فعاله پنځه سایټونه هم ټول په مرکز کې دي، چې د مراجعینو د زیاتوالي له امله ورته رسیده ګي نشي کېدلی.

احمدزی په دې اړه وايي: «مونږ تر اوسه ۴ زره کسانو ته د کرونا واکسین تطبیق کړی، دا چې زمونږ د واکسین د تطبیق موسسې ته وسله وال طالبان اجازه نه ورکوي، نو له همدې وجې په ۲۱ سایټونو کې ۵ فعال لرو او هغه هم په مرکز ګردېز کې دي، نور ټول غیری فعال دي.»

د پکتیا د روغتیا ریس ډاکټر ولایت خان احمدزي اطلاعات روز ته وویل، فعاله پنځه سایټونه هم ټول په مرکز کې دي، چې د مراجعینو د زیاتوالي له امله ورته رسیده ګي نشي کېدلی.

نوموړی له خلکو غواړي، چې د کرونا واکسین په اړه له منفي تبلیغاتو تېر شي او له کرونا څخه د ځان ساتنې لپاره یې باید ولګوي.

هغه وايي، که وسله وال طالبان ورته اجازه ورکړي، نو دوی چمتو دي، چې په لرې پرتو ولسوالیو کې هم ځايي اوسېدونکو ته د کویډ ۱۹ ناروغي ضد واکسین پیل کړي.

ښاغلي ولایت خان احمدزي وویل: «خلک لاهم په دې باور نلري او زیاتره یې پوی خلک نه غواړي چې واکسین وکړي، خو زه دوی ته ډاډ ورکوم، چې په دې اړه دې هیڅ اندېښنه نه کوي او دا واکسین په ځینو کې لومړی ورځ لږ درد او تبه پیدا کوي، خو وروسته بیا هیڅ مشکل نه وي. بل دا چې مونږ له طالبانو غواړو، چې زمونږ کارمندانو ته اجازه ورکړي، تر څو په ولسوالیو کې یې پاتې کسانو ته د واکسین ورکړې لړۍ پیل کړي.»

که څه هم د روغتیا ریاست مسوولین دا واکسین له نورو جانبي عوارضو خوندي بولي، خو لاهم د دې واکسین په اړه له ځینو خلکو سره بېلابېل شکونه موجود دي.

د مرکز ګردېز اوسېدونکی امید الله احمد چې د واکسین کولو لپاره د پکتیا حوزوي روغتون ته راغلی و، له اطلاعات روز ورځپاڼې سره یې په خبرو کې وویل، چې ده ته هم خلکو د واکسین په اړه منفي څرګندونې کړې وې او دا واکسین یې د نورو ناروغیو د پیدا کېدو لامل بللی و، او په خبره یې چې په دې اړه یې له مالوماتو ټولو وروسته واکسین کولو ته زړه ښه کړ.

هغه وايي: «زه نن د کرونا واکسین لپاره دې مرکز ته راغلی یم، غواړم واکسن وکړم، خلکو ماته په دې اړه زیاتې داسې خبرې کړې، چې ګواکې دا د خاریجیان دسیسه ده او له دې لارې مسلمانان ناسمو لارو ته اړوي، خو کله چې ما په انټرنېټ کې د دې واکسین په اړه مطالعه وکړه، نو پوی شوم، چې د خلکو خبرې هسې منفي تبلیغات دي.»

که څه هم د روغتیا ریاست مسوولین دا واکسین له نورو جانبي عوارضو خوندي بولي، خو لاهم د دې واکسین په اړه له ځینو خلکو سره بېلابېل شکونه موجود دي.

د سید کرم ولسوالي اوسېدونکی خیال محمد بیا په دې اړه منفي نظر لري، نوموړي اطلاعات روز ته په خبرو کې وویل، چې دی ځکه د کرونا واکسین نه کوي، چې حرام دی او کفار ورباندې خپل تجارت کوي او په دې کې د نوموړي په وینا چې بېلابېلې ناروغۍ موجودې دي.

خیال محمد وايي: «ما خو تر اوسه داسې څوک نه دي لیدلي، چې هغه دې د دې واکسین له کولو وروسته ښه شوی وي، مسلمانان چې په عقیده جوړ وي، واکسین ته هیڅ ضرورت نشته او زه بیا په دې هم باروي یم، چې دا د کفارو تجارت دی او غواړي له دې لارې خپل تجارت او اقتصاد ښه کړي، مقصد ګټه نه کوي.»

د پکتیا په حوزوي روغتون کې خلکو ته د کویډ ۱۹ واکسین د ورکړې په یو مرکز کې د واکسین تطبیق کوونکی محروم پکتیاوال وايي، د نورو مرکزونو د تړل کېدو له امله په دوی باندې د مراجعینو ګڼه ګوڼه زیاته شوې ده.

هغه د خلکو هغه منفي څرګندوې چې د واکسین په اړه یې لري، ردوي او وايي، دا واکسین په نړیوالو روغتیايي لابراتورونو کې له معاینه کېدو وروسته نورو هیوادونو او افغانستان ته را انتقال شوی دی.

نوموړی داسې وايي: «زمونږ په سایټ د خلکو بیروبار ډېر زیات دی اولامل یې همدا دی، چې له ولسوالیو څخه هم دلته د واکسین لپاره خلک راځي، ځکه دلته په پکتیا کې یوازې پنځه مرکزونه خلاص دي.

د پکتیا په حوزوي روغتون کې خلکو ته د کویډ ۱۹ واکسین د ورکړې په یو مرکز کې د واکسین تطبیق کوونکی محروم پکتیاوال وايي، د نورو مرکزونو د تړل کېدو له امله په دوی باندې د مراجعینو ګڼه ګوڼه زیاته شوې ده.

زه له خلکو څخه دا پوښتنه کوم، څوک چې د واکسین په اړه منفي نظر لري، دوی څه معلومات لري، چې دا واکسین نورې ناروغۍ پیدا کوي، ایا دوی په نړیواله کچه کوم لابراتوار لري، چې وای واکسین باید ونه شي؟.»

وسله وال طالبان بیا وايي، د کرونا واکسین په اړه تر اوسه د دوی د روغتیا برخې له مسولینو سره همغږي ندی شوې.

د یادې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد اطلاعات روز سره په خبرو کې وویل، چې د عامې روغتیا ریاست تر اوسه په مرکز ګردېز کې هم واکسین ندی تطبیق کړی، هغه غوښتنه کوي، چې د دوی له روغتیا برخې مسوولینو سره دې خبرې وشي، تر څو په ولسوالیو کې هم واکسین ته اجازه ورکړو.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه