ولسي جرګه برښنا شرکت ته: دوه اونیو کې دې د پېرېدونکو شکایتونو ته رسېدنه وشي

اطلاعات روز: ولسي جرګې د برښنا شرکت ته دوه اوونۍ وخت ورکړی، څو د یوې میاشتني بېل موضوع ژر تر ژره حل کړي او له دولتي ادارو یې وغوښتل څو د برښنا شرکت ته قرضونه په خپل وخت ورکړي.

د ولسي جرګې مواصلاتو او مخابراتو کمیسیون تېره ورځ (سه شنبه، ۱۴ د غویي) د برښنا اجراییوي عمومي مشر احمد داود نورزي له وضاحت وروسته د ښاریانو د برښنا اړوند شکایتونو په اړه پرېکړه وکړه، چې د حل لپاره یې دغه شرکت ته دوه اونۍ وخت ورکړي.

د برېښنا لګښت بېلونه چې د دوه میاشتني مرحلې څخه یوې میاشتنۍ مرحلې ته اوښتي، په اړه یې د ولسي جرګې غړو او خلکو نېوکې زیاتې شوي دي.

ولسي جرګې پر خپلې فیسبوکپاڼې لیکلي: «د برېښنا شرکت په دې وروستیو کې د برېښنا لګښت بېل سیستم له دوو میاشتنۍ دورې څخه میاشتنې دورې ته اړولی چې په دغه برخه کې یې د خلکو او د ولسي جرګې غړو سختې اندېښنې را ولاړې کړې دي. »

له دوو میاشتو یوې میاشتې ته د برښنا بېلونو راتګ سره شکونه او نېوکې دادي چې د برښنا په میاشتني بیل سیستم کې د برېښنا شرکت له لوري فساد کیږي او د پخوا په پرتله مشترکینو څخه زیاتې پېسې اخیستل کیږي.

ولسي جرګې لیکلي، ددې سربېره د ملت استازو بله نېوکه دا وه چې د مېتر لوستونکو لخوا په ډېرو مواردو کې خیالي ارقام په بېلونو کې رسول کیږي چې دا ستونزه ددې سبب کیږي څو په راتلونکو دورو کې د برښنا بېلونو لګښت زیات شي.

خو د برښنا شرکت مسوولین وایي، چې د برښنا میاشتني لګښت ورکړې سیستم یې د خلکو غوښتنې سره سم رامنځته کړی دی.

د افغانستان برښنا شرکت نن (چهارشنبه، ۱۵ د غویي) پر خپلې فیسبوکپاڼې لیکلي چې په میاشتني بِل کې د تعرفې هیڅ ډول ډېروالی نه دی راغلی، بلکې یوازې د میاشتني بل د تعرفې په کټګورۍ کې بدلون راغلی دی. 

برښنا شرکت لیکلي: «د برېښنا بِل په میاشتني کېدو سره یوشمېر مغرضو کسانو په ټولنیزو پاڼو د ناسمو محاسبو او جعلي بِلونو په خپرولو سره میاشتنی بِل د پېرېدونکو په زیان بللی دی. د افغانستان برېښنا شرکت یوځل بیا تاسې درنو هېوادوالو ته ډاډ درکوي چې میاشتنی بِل د درنو پېرېدونکو په ګټه دی. »

په همدې حال کې د برښنا شرکت اجراییوي عمومي مشر احمد داود نورزي ویلي، چې برښنا شرکت د دوه میاشتني او یو میاشتني د برښنا بلونه په جدي ډول ارزوي او هغه دوره به عملي کړي چې د خلکو په ګټه وي.

ښاغلي نورزي د ټول هېواد په کچه د برښنا تعرفې یوشان کولو په اړه ډاد ورکړی چې طرحه به یې رامنځته او د افغانستان انرژۍ تنظیم ادارې ته به یې ولېږي. د هغه په وینا، دغه طرحه د دې ادارې له تایید وروسته به د حکومت کابینې ته وړاندې او له منلو وروسته به عملي شي.

برښنا شرکت د وري په ۲۰مه اعلان کړه چې له دې وروسته د برښنا لګښت پیسې په میاشتني ډول باید ورکړل شي. دغه شرکت زیاته کړې چې دا پرېکړه به لومړی په کابل او بیا ولایتونو کې عملي شي. دغه شرکت دغه راز ویلي و چې د بل میاشتني کېدل د پېرېدونکو لګښت کمېدو سربېره، چې د افغانستان اقتصادي پراختیا برخه کې هم بنسټیز رول لري او د برښنا لګښت هم نیمایي کوي.

خو د اطلاعات روز ارزونه ښیي چې د برښنا شرکت دا ګام د ټولو پېرېدونکو په ګټه نه دی، بلکې د هغو پېرېدونکو په زیان دی چې د برښنا کم لګښت لري او دغه راز د «د انرژۍ چوپړونو د تنظیم قانون» خلاف دی.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه