اطلاعات روز: د پکتیکا ولایت امنیتي چارواکي وایي، په دې ولایت کې د طالبانو له خوا ځای پر ځای شوي ماین چاودنه کې د یو ښوونځي شپږ زده کوونکي ټپیان شوي دي.
د پکتيکا ولايت امنيتي چارواکي وايي، نن (سه شنبه، ۱۴ د غویي) غرمه مهال د دې ولايت د جانیخیلو ولسوالي اړوند په ««اتحاد» متوسطه ښوونځي د وسله والو طالبانو له لوري ځای پر ځای شوي ماين چاودنه کړې، چې له امله يې شپږ زده کوونکي ټپيان کړي دي.
له پکتيکا امنيه قومنداني څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د ټپي شويو زده کوونکو عمرونه د۶-۸ کلنو ترمنځ دي، چې د دریو تنو روغتيايي حالت نازک ښودل شوی. وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
