تېره اونۍ سویل ختیځ زون کې ۱۴۵ ملکیانو، نظامیانو او وسله والو طالبانو ته مرګ-ژوبله اووښتې

خبریال: حبیب الله سراب

د اطلاعات روز موندنې ښيي، چې د سویل ختیځ زون په څلورو ولایتونو پکتیا، پکتیکا، خوست او لوګر کې په تېره یوه اونۍ کې د وسله والو طالبانو په ګډون ۸۱ کسان وژل شوي او ۶۴ نور ټپیان دي.

په سویل ختیځ زون کې د ۲۰۳ تندر قول اردو مطبوعاتي مسوولین وايي، د دوی د عملیات پر مهال په پکتیا، خوست، لوګر او پکتیکا کې ۴۰ وسله وال طالبان وژل شوي او  ۳۲ نور ټپیان دي.

د دوی په وینا چې په دغو عملیاتو کې ۱۲ د ملي اردو سرتیري وژل شوي او ۱۷ نور پکې ټپیان شوي دي.

د ۲۰۳ تندر قول اردو ویاند ایمل مومند اطلاعات روز ته په خبرو کې وویل، چې پکتیا کې ۱۷ وسله والو طالبانو  او ۹ د ملي اردو سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

نوموړي وویل: «مونږ د ځانګړو عملیاتو پر مهال په پکتیا کې ۷ وسله وال طالبان وژلي او ۱۰ نورې یې ټپیان دي، چې ډېری ته یې په زرمت ولسوالي کې مرګ ژوبله اوښتې، په دغو عملیاتو کې زمونږ ۴ سرتیري په شهادت رسېدلي او ۵ نور یې ټپیان دي.»

په سویل ختیځ زون کې د ۲۰۳ تندر قول اردو مطبوعاتي مسوولین وايي، د دوی د عملیات پر مهال په پکتیا، خوست، لوګر او پکتیکا کې ۴۰ وسله وال طالبان وژل شوي او  ۳۲ نور ټپیان دي.

ایمل په پکتیکا ولایت کې هم د وسله والو طالبانو جنګیالیو ته د درنې مرګ ژوبلې ور اړولو ادعا کوي، هغه وايي، د ځانګړو او چاڼیزو عملیاتو پر مهال د پکتیکا په مرکز او ولسوالیو کې ۳۴ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې، چې په دې کې یې ځینې پاکستاني جنګیالي هم شامل دي.

هغه د وسله والو طالبانو په بریدونو کې ۱۰ تنه د ملي اردو سرتېرو ته هم د مرګ ژوبلې پخلی کوي.

ایمل مومند د ۲۰۳ تندر قول اردو ویاند وايي: «پکتیکا کې هم مونږ ګڼې لاسته راوړنې لرو، هلته مو د بېلابېلو عملیاتو پر مهال په تېره یوه اونۍ کې ۲۵ وسله وال طالبان چې پاکستاني جنګیالي هم پکې شامل دي. دا د افغان ځواکونو له لوري وژل شوي او ۹ تنه یې ټپیان دي، په دې عملیاتو او کمينونو کې زیاتې وسلې چې دهشکه، پیکه او نورې وسلې پکې شاملې دي، دا هم نیولې دي.»

لوګر د هیواد له نا امنه ولایتونو ګڼل کیږي، هلته هم د وسله والو طالبانو بریدونو زور اخیستی، د ۲۰۳ تندر قول اردو ویاند وايي، په لوګر کې یې د وسله والو طالبانو لوی بریدونه په شاه تمبولي دي، نوموړی په دغو بریدونو کې ۱۵ وسله والو طالبانو او ۱۰ د ملي اردو سرتېرو ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کوي.

هغه وايي: «د پکتیکا او پکتیا وروسته مونږ لوګر ولایت کې هم د مخالفینو پر وړاندې اقدامات کړي، هلته مو په بېلابېلو سیمو کې د بریدونو پر مهال ۵ وسله وال مخالفین وژلي او ۱۰ نور یې ټپیان دي، د امنیتي ځواکو په برخه کې هم مونږ تلفات لرو، د دغو بریدونو له امله زمونږ ۵ سرتیري شهیدان شوي او ۵ نور یې ټپیان دي، چې د ټپیان روغتیايي حالت د ډاډ وړ دی.»

لوګر د هیواد له نا امنه ولایتونو ګڼل کیږي، هلته هم د وسله والو طالبانو بریدونو زور اخیستی.

خوست بیا د دې زون له با امنه ولایتونو ګڼل کیږي، په یاد ولایت کې په تېره یو اونۍ کې ډېرې کمې امنیتي پېښې رامنځته شوې دي، مومند اطلاعات روز سره په خبرو کې وویل، چې دوی هلته ۶ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې، خو په یاد ولایت کې د هغه په خبره چې امنیتي ځواکونو ته کوم زیان نه دی رسېدلی.

ښاغلي مومند داسې وویل: «مونږ په خوست کې له کمو امنیتي پېښو سره مخ شوي یو، هلته مو د ځانګړو عملیاتو پر مهال ۳ مخالفین وژلي او ۳ نور یې شدید ټپیان دي، خوشبختانه چې مونږ کوم تلفات هلته نلرو.»

د تېرې اونۍ پر مهال ۲۰۳ تندر قول اردو د ترسره شوي عملیاتو پر مهال د ګڼو ماینونو د خنثی کېدو او له وسله والو طالبانو د زیاتو وسلو او نورو مهماتو د نیولو ادعا هم کوي. ایمل مومند وايي، په پکتیا، پکتیکا، خوست او لوګر کې یې ۱۱۹ ځمکني ماینونه هم د ملي اردو د سرتېرو له لوري شنډ کړای شوي دي.

پکتیا کې بیا د امنیه قومندانۍ مسوولین وايي، د بېلابېلو بریدونو پر مهال څلور وسله وال طالبان په مرکز ګردېز او زرمت ولسوالي کې وژل شوي دي، د دې ولایت امنیه قومندان مل پاسوال نجیب الله سرتېر اطلاعات روز سره په خبرو کې وویل، چې په دې بریدونو کې ۲ نظامیان هم وژل شوي دي.

سرتېر وايي: «مونږ په پکتیا کې د وسله والو مخالفینو لوی بریدونه شنډ کړي، دوی ته مو غاښ ماتوونکی ځواب ورکړی، په تېره اونۍ کې د مرکز اړوند قلعه صادق سیمه او زرمت ولسوالي کې ۴ وسله وال مخالفین وژلي دي او په مخامخ جګړه کې زمونږ هم ۲ د ملي پولیسو سرتیري په شهادت رسېدلي دي.»

ښاغلی سرتېر زیاتوي، چې د وسله والو طالبانو په هدفي او چریکي بریدونو کې د قومي مشرانو په ګډون څلور عام وګړي هم وژل شوي دي.

نوموړي په دې اړه وویل: «مخالفینو تل هڅه کړې، چې زمونږ عام ولس ته زیان ورسوي او هغوی په شهادت ورسوي، په تېره یوه اونۍ کې مونږ څلور بېګناه کسان چې مشران هم پکې و، په شهادت رسولي دي.»

پکتیا کې بیا د امنیه قومندانۍ مسوولین وايي، د بېلابېلو بریدونو پر مهال څلور وسله وال طالبان په مرکز ګردېز او زرمت ولسوالي کې وژل شوي دي.

پکتیکا کې هم د ملي پولیسو له لوري په بېلابېلو بریدونو کې وسله والو طالبانو ته د مرګ ژوبلې ادعا شوې ده، د امنیه قومنداني مسوولین وايي، په مرکز ښرنه، وازې خوا او زرغون شهر ولسوالیو کې د وسله والو طالبانو په ګډون ۸ ملکي او نظامي کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې، د دې قومنداني شاه محمد ارین وویل، چې ۵ وسله والو طالبانو ته په زرغون شهر او ۳ نورو ته بیا د مرکز ښرنې اړوند په سلیمان زیو سیمه کې مرګ ژوبله اوښتې ده، دوی وايي په تېره اونۍ کې د ملي پولیسو هیڅ کوم سرتیري ته مرګ – ژوبله نه ده اووښتې.

ارین په دې اړه وویل: «زمونږ د پولیسو له لوري د پکتیکا په بېلابېلو سیمو لکه مرکز شرنه، زرغون شهر او وازې خوا ولسوالیو کې وسله والو مخالفینو ته کمینونه نیول شوي و، چې په دې نتیجه کې په سلیمان زویو سیمه کې ۲ طالبان وژل شوي او ۳ نور یې ټپیان و، همدا تېره اونۍ په زرغون شهر ولسوالي کې هم د پولیسو له لوري وسله والو مخالفینو ته کمین نیول شوی و، چې په نتیجه کې یې یو طالب وژل شوی او ۲ نور یې ټپیان و.»

لوګر کې هم د پولیسو له لوري وسله والو طالبانو ته مرګ – ژوبله اوښتې. هلته په تېره یوه اونۍ کې ۵ وسله وال طالبان وژل شوي او ۹ نور یې ټپیان دي، د لوګر مطبوعاتي مسوولین وايي، مرکز پل عالم، برکي برک او محمد اغه هغه ولسوالي دي، چې د وسله والو طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ پکې نښتې شوې.

د مسوولینو په خبره چې په دې بریدونو او د سړک غاړې ماینونو د چاودنې له امله ۷ پولیس چې د میس عینک کان ته روان و، د ماین په چاودنه کې ووژل شول.

د لوګر له امنیه قومنداني څخه اطلاعات روز ته رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي: «تېره یوه اونۍ کې مونږ د پاکستاني طالبانو په ګډون ۵ تنه په برکي برک او محمد اغه کې وژلي او ۹ نور یې ټپیان دي، په دې پېښه کې مونږ د ۷ پولیسو د تلفاتو شهیدان هم لرو، چې د ماین په چاودنه کې په شهادت ورسېدل.»

پکتیکا کې هم د ملي پولیسو له لوري په بېلابېلو بریدونو کې وسله والو طالبانو ته د مرګ ژوبلې ادعا شوې ده.

خوست بیا د سویل ختیځ زون با امنه ولایت ګڼل کیږي، هلته په تېره اونۍ کې هیڅ ملکي او نظامي کسانو ته تلفات ندي اوښتي.

په سویل ختیځ زون کې د پکتیا اوسېدونکي د نا امنیو په ډېرېدو اوندېښنه لري او په دې برخه کې د امنیتي ارګانونو مسولین په خپلو دندو کې پاتې بولي.

مدني فعال محمد اجمل اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې له تېرې یوې اونۍ راهیسې د مرکز ګردېز په څو کیلومټرۍ کې د سختو نښتو شاهدان دي او په وینا یې چې د شپې خوب ورباندې حرام شوی دی.

هغه وویل: «مونږ چې کله روژه پیل شوې، هره شپه د ښار په څنډو کې جګړه روانه وي، خو په تېره یو اونۍ کې بیا د جګړې ترڅنګ هدفي بریدونه هم ترسره شوي دي، چې زمونږ امنیتي او ملکي کسانو ته پکې مرګ، ژوبله اوښتې.»

د دې ولایت یو بل اوسېدونکی لایق وحدت له امنیتي ارګانونو غوښتنه کوي، چې د روان ناسم وضعیت د سمون لپاره باید لاس په کار شي.

نوموړي وویل: «مونږ اندېښمن په دې یو، چې که امنیتي ارګانونه لاس په کار نشي، نو وضعیت به له دې هم بدتر شي، زمونږ ځینې ولسوالۍ او سیمې اوس هم په خطر کې دي، خدای مه کړه، که طالبان بریدونو ته زور ورکړي، نو یادې سیمې به یې لاس ته وغورځي.»

وسله والو طالبانو تر اوسه دوی ته په سویل ختیځ زون کې د اووښتې مرګ – ژوبلې په اړه رسنیو ته څه ندي ویلي او نه یې هم د ځینو لویو بریدونو مسوولیت په غاړه اخیستی دی.

د جګړې شدت په داسې حال کې مخ په زیاتېدو دی، چې امریکا اعلان کړی، چې په راتلونکو څو میاشتو کې به ټول ځواکونه له افغانستان څخه خپل هیواد ته استوي، چې دې مسلې له افغانانو سره بېلابېلې پوښتنې پیدا کړې دي، ځینې یې وتل د هیواد په خیر بولي، خو ځینې نور بیا اندېښنه لري، چې د بهرنیو ځواکونو په وتلو سره به امنیتي لیکې کمزورې او داخلي جګړو ته به زمینه برابره شي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه