اطلاعات روز: لوګر ولایت کې ځایي سرچینې وایي، د دې ولایت مرکز پل عالم کې توغول شوې هاوان مرمۍ د یوې کورنۍ اووه تنه ټپيان کړي دي.
د سرچینو په وینا، تېره شپه (یکشنبه، ۱۲ د غویي) شاوخوا ۱۱ بجې د لوګر ولايت مرکز پل عالم اړوند «کنجک» سيمه کې توغول شوې د هاوان مرمۍ په يو کور لګېدلې، چې له امله يې د ښځو او ماشومانو په ګډون د يوې کورنۍ ۷ غړي ټپيان کړي دي.
ځايي سرچينې دغه راز وايي، په ټپيانو کې پنځه ماشومان، يوه ښځه او يو هم سړی شامل دي، چې څلور يې د سختو ټپونو له امله مرکز کابل ته انتقال کړي دي.
د لوګر امنيه قومانداني وايي، د پېښې ځای ته د دوی کارمنان رسيدلي، چې مالومه کړي، دغه هاوان له کوم ځايه او د چا لخوا توغول شوې ده.
تراوسه په دې اړه کوم چا یا ډلې څه نه دي ویلي.
