اطلاعات روز: د ننګرهار ولایتي مسوولین وایي، په دې ولایت کې د ماین جوړولو دوه لوی مرکزونه کشف او له منځه وړل شوي دي.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي نن (دوشنبه، ۱۳ د غویي) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، تیره شپه د ملي امنیت ځانګړي ځواکونو د ننګرهار سره رود ولسوالۍ په ککړک سیمه کې ځانګړي شپني عملیات ترسره کړي، چې پر مهال یې د وسله والو طالبانو د ماین جوړولو دوه لوی مرکزونه کشف او له منځه وړي دي.
ښاغلی خوږیاڼی زیاتوي، طالب وسله والو تیره شپه پلان درلوده، چې د سره رود ولسوالۍ په غازي بابا او «کړسو خوړ» پوستو باندې بریدونه ترسره کړي چې د یادو بریدونو مخنیوي په موخه یې ځواکونو شپني عملیات ترسره کړل چې د برید پلان یې شنډ شو.
خوږیاڼی زیاتوي: «تیره شپه د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو د ننګرهار سره رود ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو د ماین جوړولو دوه لوی مرکزونه له منځه وړي په همدې شپه وسله والو طالبانو پلان درلود چې د امنیتي ځواکونو پر پوستو بریدونه وکړي خو موخې ته ونه رسیدل.»
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.
