دفاع وزارت: د بهرنیانو وتنه عملآ پیل شوې

اطلاعات روز: د ملي دفاع وزارت لوی درستیز جنرال یاسین ضیا وایي، له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتنه په عملي توګه پیل شوې ده.

لوی درستیز ښاغلي یاسین ضیا نن (شنبه، ۱۱ د غویي) د لوړپوړو امنیتي چارواکو په ناسته کې وویل، چې د مخکیني مهالوېش سره سم، له افغانستانه د امریکایي او ناټو ځواکونو وتنه پیل شوې ده.

ښاغلي ضیا وویل: «په هغو نقطو کې چې د لوژیستیکي وسایلو ورکړې لړۍ پای ته رسېدلې، ممکن د دې اونۍ تر پایه سیمې موږ ته تسلیم کړي.»

یاسین ضیا دغه راز وویل، ښایي سبا د بهرنیو ځواکونو یوه ډله دغه ځای پرېږدي او دغه راز به بهرني ځواکونه یو بل پسې خپل ځایونه پرېږدي او موږ ته به یې تسلیم کړي. د دوی په وینا امریکایي او ناټو ځواکونه اوس مهال په لوژیستیکي کارونو بوخت دي او ممکن د دې اونۍ تر پایه له هغو اډو ووځي چې خپل لوژیستیکي کارونه یې بشپړ کړي.

ښاغلي ضیا وویل: «شاید سبا شورابک کې چې وړه ډله یې وه، ځای پرېږدي. دغه راز نورو سیمو کې به یو بل پسې ځای پرېږدي او ټول به بګرام ته لاړ او له هغه ځایه به خپلو وطنونو ته وګرځي.»

په ورته مهال د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب له امریکایي اډو د طالبانو ساتنې په اړه د یو خبریال د پوښتنې ځواب کې وویل، چې دوی په دې اړه جریان کې نه دي، خو زیاته یې کړه چې له طالبانو د ورته کار تمه کېدی شي.

دا په داسې حال کې ده چې یو بهرنۍ رسنۍ رویټرز خبري اژانس په یو راپور کې ویلي، چې وسله والو طالبانو په تېر شاوخوا یوه کال کې افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو له قرارګاوو ساتنه کړې ده. راپور وایي، طالبانو د بهرنیو ځواکونو پر قرارګاوو د نورو وسله والو او یا د هغوی د سیالو ډلو د بریدونو مخه نیولې ده.

د یادې رسنۍ راپور زیاتوي چې طالبانو د بهرنیو ځواکونو له قرارګاوو ساتنه امریکا سره د دې ډلې د دوحې سولې تړون د یوې پټې ضمیمې پر بنسټ شوې ده.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه