د کابل ښوونځیو ودانیو کمښت: دیارلسمه ناحیه له ډېرو زده کوونکو سره، تر ټولو ډېره محرومه ده

خبریال: لیاقت لایق

ژباړن: بهادرخان رحماني

رسمي اطلاعات ښیي، چې د کابل ښار دیارلسمه ناحیه سره له دې چې تر نورو ناحیو ډېر زده کوونکي لري، خو تر نیمایي ښوونځي یې ودانۍ نه لري. د کابل ښار ناحیو کې د ښوونځیو ودانۍ وضعیت اړوند د پوهنې وزارت مالومات ښیي، چې دیارلسمه ناحیه له دې اړخه د محرومیت لومړۍ درجه کې ده.

د پوهنې وزارت مالوماتو پر بنست، د کابل ښار دیارلسمه ناحیه د ۱۲۸ زره زده کوونکو سره، چې ډېری یې انجونې دي، ۲۹ دولتي ښوونځي لري. پر دې بنسټ په دې ناحیه کې له هرو څلور زره او ۴۰۰ ډېرو زده کوونکو لپاره یو ښوونځی شتون لري. له دې سره هم د ۲۹ ښوونځیو له ډلې ۱۵ ښوونځي یا له نیمایي ډېر یې ښوونځي نه لري.

د کابل ښار ۱۶مې ناحیې ښوونځي، د ودانۍ کمښت ننګونې سره مخ دي. دا ناحیه یو میلیون او ۱۳۴ زده کوونکي او ۳۱۷ ښوونځي لري. له دې ډلې ۸۷ ښوونځي ودانۍ نه لري. په دې ترتیب دیارلس ښوونځي په دیارلسمه ناحیه کې، ۱۴ ښوونځي په پنځمه ناحیه کې، ۱۲ ښوونځي په اوولسمه ناحیه کې، ۲۱ ښوونځي په اوومه، اتمه او لسمه ناحیو کې، ۱۲ښوونځي په دویمه، شپږمه او پنځلسمه ناحیو کې، شپږ ښوونځي په لومړۍ او یوولسمه ناحیو کې، شپږ ښوونځي په درېیمه، نهمه، شپاړسمه او یو ښوونځی په دولسمه ناحیه کې ودانۍ نه لري.

د ښوونکو کمښت ترڅنګ، کتابونه او نور امکانات، ښوونځیو لپاره د ودانیو کمښت د افغانستان پوهنې یوه بنسټیزه ننګونه ده. د پوهنې وزارت رسمي اطلاعاتو پر بنسټ په ټوله کې د افغانستان ۴۱ سلنه ښوونځي ودانۍ نه لري. د هغو ښوونځیو زده کوونکي چې ودانۍ نه لري، تر کېږدۍ او یا پرانېستې فضا لاندې او یا په کرایي ودانیو کې په کمو امکاناتو زده کړې کوي. دا ستونزه له کلونو را په دېخوا ان پلازمېنې کابل کې حل شوې نه ده. کابل، ولایتونو او ولسوالیو کې خلک او زده کوونکي تل له دې محرومیته کړیږي او شکایت لري.

له کلونو را په دېخوا زده کوونکي، ښوونکي او اوسېدونکي د کابل ښار دیارلسمې ناحیې ځینو ښوونځیو کې د ښوونکو، کتاب، د ودانیو او نورو امکاناتو نه شتون له کبله نیوکه لري. د دیارلسمې ناحیې اوسېدونکي ښوونځیو ته د امکاناتو ورکړه کې په توپیري چلند تورنوي چې د دې ناحیې ښوونځیو ستونزې ته یې پام نه دی کړی. د بېلګې په ډول کابل ښار کې د «خوشحال خان» او «رحمان بابا» په نوم ښوونځي په پرمختللیو امکاناتو سمبال شوي، چې نورو ښوونځیو سره د پرتلنې وړ نه دي.

د پوهنې وزارت مسوولین د تبعیض دا تور ردوي او وایي، چې د ودانۍ او نورو امکاناتو نه شتون ننګونه نه یوازې د کابل ځینو ناحیو کې بلکې په ډېریو ناحیو، ولسوالیو او ولایتون کې شته ده. د پوهنې وزارت مسوولین وایي، چې د امکاناتو وېش او د ښوونځیو پر جوړولو تمرکز ډېر په هغو ناحیو دی، چې محرومه پاتې شوي. د پوهنې وزارت ویانده نجیبه ارین د ځینو ښونځیو پرمختللیو امکاناتو او تجهیزات په اړه وایي، چې دا ښوونځي د «خوشحال خان» او «رحمان بابا» ښوونځیو په ګډون د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت له خوا «قومونو او قبایلو» لپاره جوړ شوي او امکانات او تجهیزات یې هم له همدې وزارت ورکول کیږي. دا چې د «قومونو او قبایلو» څومره ښوونځي له بشپړو ودانیو، امکاناتو او تجهیزاتو باندې سمبال دي، تراوسه پوهنې وزارت په دې اړه مالومات نه دي رالېږلي.

ښوونځو په ځانګړي ډول د کابل ښار د ناحیو ښوونځیو ستونزه په داسې مهال ده چې ولسمشر او د پوهنې وزارت مسوولین هر کال د زرګونه ښوونځیو ودانۍ جوړولو ژمنه کوي. د پوهنې وزارت مسوولین وایي، چې په تدریج سره دا ستونزه هواروي. خو شمېرې ښیي چې د ولسمشر او د پوهنې وزارت ژمنې له کلونو را په دېخوا عملي شوي نه دي.

د پوهنې وزارت د مطبوعاتو برخې مخکیني مسوولین وایي، چې د ښوونځیو ودانیو کار له عمده ننګونو له هغې ډلې د ځمکې ټاکلو او بودجې اجرا وروسته والي ستونزې سره مخ دي. خو د پوهنې وزارت ویانده نجیبه ارین اوس وایي، چې دا وزارت د ښارجوړولو او ځمکو وزارت سره په همکارۍ، د ښوونځیو ودانۍ جوړولو موخې ته رسېدلي دي.

د افغانستان شاوخوا ۱۸ زره ښوونځیو له ډلې ۴۱ سلنه یې ودانۍ نه لري. ولسشمر محمداشرف غني په ۱۳۹۷ کال کې ژمنه کړې وه، چې دوه کالو کې به شاوخوا شپږ زره ښوونځیو ته ودانۍ جوړې کړي. اوس چې د دې ژمنې درې کاله تېریږي، د پوهنې وزارت د رسمي شمېرو له مخې شاوخوا یو زر او ۵۰۰ ښوونځي جوړ شوي. په داسې حال کې چې د پوهنې وزارت مسوولینو په ۱۳۹۸ تعلیمي کال پیل کې ژمنه کړې وه چې یوازې په دې کال کې شاوخوا دوه زره او ۷۰۰ ښوونځي بشپړیږي، خو اوسمهال د دې وزارت شمېرې ښیي چې په دې کال کې یوازې ۲۵۰ ښوونځي جوړ شوي دي. همدارنګه په ۱۳۹۷ کال کې ۵۲۲ او په ۱۳۹۸ کال کې هم ۷۳۲ ښوونځي جوړ شوي دي. سږ کال هم ولسمشر غني د زنګ تړنګولو مراسمو کې وویل چې ټاکل شوې نوي تعلیمي کال کې به یو زر او ۸۰۰ بابه ښوونځي جوړ شي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه