لوګر کې د تېرې شپې موټر بم له امله د مرګ-ژوبلې شمېر له سل تنو واوښت

اطلاعات روز: بېګاه شپه (جمعه، ۱۰ د غویي) شاوخوا ۷:۰۰ بجې د لوګر ولایت په مرکز پل عالم کې د ازرې ولسوالي مېلمستون ته څېرمه چاودنه وشوه، چې د ځاني تلفاتو سربېره یې خلکو ته ګڼ مالي زیان هم اړولی دی. 

د لوګر امنیتي چارواکي وايي، برید هغه مهال رامنځته شو، چې د ازرې ولسوالي څخه د کانکورازموینې لپاره لسګونه راغلي زده کړیالان په روژه ماتي بوخت و.   

د لوګر د امنیه قومنداني ویاند ګل حيدر اطلاعات روز ته وویل، چې د شوي موټر بم چاودنې له امله ۲۱ ملکیان وژل شوي او ۹۱ نور ټپیان دي. 

نوموړی زیاتوي، چې په دغه پېښه کې د مېلمستون او ولایتي روغتون سربېره د خلکو نږدې کورونو ته هم ګڼ مالي زیان اوښتی دی. 

ګل حیدر وايي: «بېګاه شپه د خاورې او ولس دوښمنانو زمونږ په ملکي وګړو، چې زیاتره یې زده کړیالان و او  د کانکور ازموینې لپاره راغلي و، دوی ورباندې موټر بم چاودونه کړې، چې په دې پېښه کې زمونږ ۲۱ تنه عام وکړي په شهادت رسېدلي او ۹۱ نور پکې ټپیان دي، ټپیان د عاجلې روغتیا په موخه ډېر یې پلازمېنې کابل ته انتقال شوي دي. 

د لوګر امنیتي چارواکي وايي، برید هغه مهال رامنځته شو، چې د ازرې ولسوالي څخه د کانکورازموینې لپاره لسګونه راغلي زده کړیالان په روژه ماتي بوخت و.   

او د دې ځاني تلفاتو سربېره هلته په سیمه کې خلکو ته زیات مالي زیان هم رسېدلی دی.»

د پېښې یو تن عیني شاهد او د ازرې ولسوالي اوسېدونکي سردار ولي اطلاعات روز ته په خبرو کې وویل، چې چاودنه ډېره زوروره وه، چې ورسره یې ګڼ ملګري ټبیان کړي دي. 

نوموړی وايي، د دې لپاره په مېلمستون کې پاتې شوي و، چې په هوټلونو کې یې د مصارفو توان نه درلود. 

سردار ولي وویل: «ما چې کله روژه ماته کړه، نو د ماښام لمانځه لپاره یو بل اطاق ته لاړم، نو یو ناڅاپه د کوټې ښیښې راباندې راماتې شوې، نور په ځان نه یم پوی شوی، کله مې چې سرتګې خلاصې کړې، په هغه بل اطاق کې زما د ملګرو ویني توی وې او همداسې په ډوډۍ ور غورځېدلي و، چاودنه ډېره زوره وره وه، لاهم زما د ملګرو مالومات نشته، چې دوی ټپیان دي او که شهیدان شوي دي.»

د لوګر ولایت د ولایتي شورا غړي د تېرې شپې پېښه غندي او له امنیتي مسوولینو غوښتنه کوي، چې په راتلونکي کې باید د دا ډول خونړیو پېښو مخه ونیول شي.

دې چاودنې شاوخوا ودانیو ته زیانونه واړول.

د ولایتي شورا مشر حسیب الله ستانکزی وايي، د برید قربانیان ملکي وګړي دي، نوموړي د دولت په مخالفو وسله والو ډلو غږ وکړ، چې د جګړې پر مهال د ملکي خلکو ژوند ته پام وکړي. 

ښاغلي ستانیکزي وویل: «بېګاه شپه زمونږ د لوګر ولس او په تېره بیا د ټول هیواد لپاره یوه خونړۍ او له وحشته ډکه شپه وه، موټر بم برید زمونږ د ګڼو ځوانانو چې ډیری یې محصلین و، دا په شهادت رسیدلي او ګڼ نور پکې ټپیان دي، هر چا چې دا کار کړی، لوی جنایت یې کړی او زمونږ غوښتنه له ټولو هغو مخالفو ډلو چې اوس په جګړه بوخت دي، د ملکي وکړو ژوند ته باید پام وکړي.»

په لوګر ولایت کې د شوي موټر بم چاودنې او خلکو ته د اوښتو تلفاتو مسوولیت تر اوسه کومې وسله والې ډلې په غاړه ندی اخیستی، ولسمشر غني، پخواني ولسمشر حامد کرزي، د روغې جوړې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله او ګڼو نورو لوړ پوړو چارواکو په لوګر کې شوی برید غندلی او پکې ښکېل کسان یې د هیواد او سولې دوښمنان بللي دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه