خبریال: حبیب الله سراب
د پکتیا په مرکزي زندان کې په نشه روږد بندیانو ته د حرفوي او تعلیمي زده کړو زمینه برابره شوې ده.
د پکتیا په مرکزي زندان کې هغه بندیان چې د نشه يي توکو په استعمال او قاچاق زنداني شوي، د بېلابېلو حرفوي زده کړو زمینه ورته برابره شوې ده.
جامې ګنډل، لیکوالي، د کمپیوټر زده کړه هغه برخې دي، چې په ګردېز محبس کې زندانیانو ته د دوی د زده کړې په موخه برابرې شوې دي.
زندانیان خوښ دي، چې په زندان کې یې د ښه ژوند په موخه مثبتو کارونو ته مخه کړې ده.
جمیل له تېرو دوو کلونو راهیسې په پکتیا محبس کې د بند شپې او ورځې تېروي، هغه وايي، له دې وړاندې په نشه روږدی و، چې له امله یې ژوند په کړاو کې تېرېده، خو د نوموړي په خبره چې اوس یې په زندان کې درملنه شوې او د خیاطي په برخه کې زده کړې کوي.
جمیل وايي، تر ډېره یې د جامو ګنډلو مهارتونه زده کړي او کولی شي، چې په ښه ډول خلکو ته بېلابېلې جامې وګنډي.
هغه اطلاعات روز ته په دې اړه داسې وویل: «زه د نشه يي توکو په کارولو بندي شوی یم، دلته مونږ ته په ډېر ښه ډول د زده کړو زمینه برابره شوې ده، مونږ دلته مختلفې جامې ګنډو، یو خو مونږ مادي ګټه پکې ده او بل له معنیوي اړخه هم دلته مونږ ګټه تر لاسه کوو، اوس په دې پېښمانه یو، چې ولې مو نشه کوله او له خپل ژوند سره مو ولې خیانت کاوه.»

په دې زندان کې عبدالرحمان بل هغه ځوان دی، چې د نشه يي توکو د کارولو په جرم د بند شپې او ورځې تېروي، نوموړي له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل، چې د شیشې او پوډرو په استعمال روږدی شوی و، خو اوس یې د کمپیوټر زده کړې پیل کړې او بېلابېل پروګرامونه یې زده کړي دي.
هغه وايي، پوهېږي چې له پخوا یې ژوند بدل شوی او نور نه غواړي، چې زندان څخه له خلاصون وروسته بیا نشه پیل کړي.
عبدالرحمان داسې وویل: «کمپیوټر زده کړه کوم، پخوا مې پوډر، نشه او نور نشه يي توکي کارول، کله چې ونیول شوم او دلته بندیخانې ته راوړل شوی یم، په محبس کې مې د کمپیوټر زده کړه پیل کړه، مختلف پروګامونه لکه فوټوشاپ، ورډ او نورو پروګرامونه دلته راته تدریس کیږي، د دې په څنګ کې ورزش هم کوم او ډېر خوښ یم، چې نشه مې پريښې ده.»

د دوی یو بل ملګری سردار ولي چې د نشه يي توکو د خرڅلاو او کارولو په جرم بندي شوی، دا ډول پروګرامونه په نشه يي توکو د روږدو کسانو لپاره اړین بولي او غوښتنه کوي، چې دې ته ورته نور زده کړییز حرفوي کورسونه دې نور هم ورته برابر شي.
نوموړی وايي: «زمونږ ژوند پځوا ډېر سخت نارامه و، چې نشه به راته ونه رسېده، بیا مو په غلاوو هم صرفه نه کوله، خو اوس مونږ دا هر څه په زندان کې پریښي او په تېرو کړو پېښمانه یو، خو مونږ له حکومت څخه دا غوښتنه کوو، چې مونږ ته دا ډول نور پروګرامونه هم برابر کړي، تر څو په نورو برخو کې هم زده کړې وکړو.»
په همدې حال کې د ګردېز زندان مسوولین بیا وايي، که د ځای د تنګوالي ستونزه يي هواره شي وبه کړی، چې له دې ښه خدامات زندانیانو ته وړاندې کړي.
د یاد زندان مشر سمونوال محمد داود نسیمي په دې اړه اطلاعات روز ته وویل، چې د زندانیانو د شمېر زیاتېدو او هغوی ته د اوسېدنې د خونو کمښت نشي کولی، چې په لویه کچه بندیانو ته د زده کړو زمینه برابره کړي.
د ښاغلي نسیمي په خبره که یې د ځمکې ستونزې هواره شي، نو وبه کولی شي، چې په زندان کې به ټولو زندانیانو ته د کار او زده کړو چاپیریال برابر کړي.
هغه وویل: «دلته له مونږ سره له ۶۰۰ ډېر بندیان دي، دوی ته مونږ د ژوند ټول امکانات برابر کړي دي، خو مونږ چې د دوی لپاره د زده کړو زمینه برابره کړې دا په رښتیا هم بسنه نکوي، ولې مشکل په ځای کې دی، بندیان ډېر دي او ځای مو تنګ دی، خو که ځای لږ پراخه شي، نو بیا کولی شو، چې په حرفوي، تعلیمي او نورو برخو کې دوی ته کورسونه جوړ کړو.»

زندانیانو ته د زده کړو په برخه کې د پوهنې ریاست هم همکاري کوي، مسوولین یې وايي، تر دې دمه یې ګڼو بندیانو ته د سواد زده کړې ورکړې او لسګونه کسان یې فارغ کړي دي.
د یاد ریاست کارمند محمد ابراهیم اطلاعات روز ته وویل، چې د سواد زده کړو لړۍ به دوامداره ساتي او د بندیانو د زده کړو لپاره به لا هڅې وکړي.
ابراهیم په دې اړه وویل: «دا تېره میاشت مونږ ۵۰ کسان له تعلیمي زده کړو، چې په هغه کې خطاطي، کمپیوټر، لیکوالي او دیني زده کړه و، دا کسان مو فارغ کړل او زمونږ د پوهنې ریاست همکاري به همداسې دوامداره وي او بندیانو ته به د زده کړو برخه کې لا کوټلي ګامونه اخلو.»
د پکتیا په مرکزي زندان کې د دې ولایت په ګډون، د پکتیکا، خوست او لوګر ولایتونو شاخوا ۶۰۰ بندیان له دې جملې یې دوه ښځې دي، د بند موده په کې تېروي.
